د پاکستاني چارواکو د مکررو تورونو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په پاکستان کې د وروستیو خواشینوونکو امنیتي پېښو وروسته یو ځل بیا پاکستاني چارواکو د خپل هېواد د امنیت د ټینګښت پر ځای د پړې ګوته افغانانو ته نیولې ده. د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه په بشپړ ډول ردوي او پاکستاني مسئولینو ته وریادوي چې افغانستان له اوږدو جګړو څخه راوتلی هېواد دی او […]

په پاکستان کې د وروستیو خواشینوونکو امنیتي پېښو وروسته یو ځل بیا پاکستاني چارواکو د خپل هېواد د امنیت د ټینګښت پر ځای د پړې ګوته افغانانو ته نیولې ده.
د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه په بشپړ ډول ردوي او پاکستاني مسئولینو ته وریادوي چې افغانستان له اوږدو جګړو څخه راوتلی هېواد دی او په بل هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې نا امني نه غواړي.
د افغانستان حکومت یو ځل بیا خپل اصولي دریځ تکراروي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت پرخلاف وکارول شي، خو دا په دې معنا هم نه ده چې افغانستان د سیمې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسئول وي.
زموږ سیمه له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې د امریکا په مشرۍ د بهرني یرغل او د سیمې د ځینو هېوادونو د غلطو سیاستونو قرباني وه چې اغېزې یې تراوسه احساسېږي.
پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت سره دقیق چلن وکړي او په خپل کور کې يې حل وپلټي.
په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې په افغانستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې تر ۱۸ تنو پاکستاني داعشیان وژل شوي چې زموږ په خاوره کې یې چاودنې او بریدونه کول او لسګونه نور ژوندي نیول شوي دي چې ټول اسناد او شواهد یې له موږ سره موجود دي.
د دې پر ځای چې موږ پاکستاني لوري ته د پړې ګوته ونیسو، د افغانستان حکومت خپل امنیتي تدابیر ټینګ کړي چې الحمدلله نتیجه یې هم وینو.
د یادولو وړ ده، چې که څوک په پاکستان کې بریدونه کوي او یا د داعش په نامه د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو وینې بهوي، باید په ګډه ورته حل لار ولټول شي، تورونه لګول د حل لار نه ده.
داچي په افغانستان او سیمه کي په دیني علماوو او مدرسو د بریدونو یوه لویه توطیه روانه ده په دې اړه زموږ کشفي ارګانونو له مخکي نه معلومات تر لاسه کړي او په افغانستان کې یې د مخنیوي لپاره کارنده عملیات تر سره کړی او هم یې په دې اړه د سیمي له هیوادو سره معلومات شریک کړي خو متاسفانه چي ځینو هیوادو یې په اړه پر وخت اقدامات ندي کړي.
د افغانستان اسلامي امارت یوځل بیا په تاکید سره وايي چې موږ په پاکستان کې د هيڅ برید طرفدار نه یو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد وکاروي، خو د پاکستان په خاوره کې دننه د بریدونو مخنیوی او کنترول زموږ دنده نه ده؛ بلکې په هغه هیواد کې د امنيتي او استخباراتي ارګانونو دنده ده چې د همدې لپاره د خپل هیواد یوه لویه حصه بودیجه مصرفوي، پاکستاني امنیتي ارګانونه باید خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي او د خپلو خلکو او نړیوالو د ذهنیت بدلولو لپاره افغانستان متهم نه کړي.
په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې چې افغانستان کې یو خپلواک او مسئول حکومت رامنځ ته شوی، په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت د پام وړ بهتره شوی دی. دا چې یوازې پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي، پکار ده پاکستان یې حل په خپل هېواد کې ولټوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۲/۱/۱۴۴۵هـ ق
۱۷/۵/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۸/۸ م