د واورو ښویدو له امله د وژل شوو هیوادوالو په اړه د اسلامي امارت د خواخوږي پيغام

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په تيرو دوو ورځو کې په هيواد کې د اورښتونو او واورو ښويدو له امله زموږ له (۲۰۰) ډيرو هيوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی، کورونه نړيدلي او مالي زيانونه اوښتي چې اکثره  قربانیان د پنجشیر ولایت اوسیدونکي دي. اسلامي امارت په دغو اورښتونو او یخنیو […]

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په تيرو دوو ورځو کې په هيواد کې د اورښتونو او واورو ښويدو له امله زموږ له (۲۰۰) ډيرو هيوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی، کورونه نړيدلي او مالي زيانونه اوښتي چې اکثره  قربانیان د پنجشیر ولایت اوسیدونکي دي.

اسلامي امارت په دغو اورښتونو او یخنیو کې د وژل شوو له کورنیو، خپلوانو او ټولو دردیدلو هيوادوالو سره د تسلیت او خواخوږي پيغام شریکوي.

الله تعالی دې په دغو پيښو کې وژل شوو هيوادوالوته مغفرت، د آخرت سعادت او جنتونه ور په نصيب کړي او پاتو کورنیو او خپلوانوته دې جمیل صبر ور کړي.

هسې مو هم هيواد له بهرني اشغال، جګړو، ځورونو، شکنجو، چور، فساد او راز راز وحشتونو سره مخ دی، په داسې حال کې مو چې هيوادوال په دا ډول افتونو کې هم له منځه ځي واقعا ډيره دردونکې او خوا شینونکې ده.

الله تعالی ته  سوال کوو چې نور زموږ په مظلوم او بیچاره ولس ورحميږي، نور دې الله تعالی دې ملت ته خوشحالي، آزادي، خپلواکي، او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ابرومندانه او هوسا ژوند ورپه نصیب کړي، او الله تعالی مو دې له نورو افتونو او الهی عذابونه څخه په خپل امن کې وساتي. آمين یا رب العلمين

د افغانستان اسلامي امارت

۷/۵/۱۴۳۶هـ ق

۷/۱۲/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/2/26م