د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله  د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم الله أکبر الله أکبر، لا إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا […]

بسم الله الرحمن الرحیم

الله أکبر الله أکبر، لا إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد

الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله. صلوات الله و سلامه علیه و علی آله و أصحابه أجمعین.

اما بعد: فقد قال الله عز وجل:

ــ إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (۱) فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (۲) إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ (۳) الکوثر

ژباړه: يقينا مونږ تا ته زښت ډېر خير درکړی دی، نو ته خاص د خپل رب عزوجل دپاره لمونځ کوه او (خاص) د همده دپاره قرباني کوه، (د نعمتونو شکر ګذاری ته ادامه ورکړه) يقينا ستا ياد داشت قطع شوی نه دی، بلکې) ستا دښمن همدی مقطوع الذکر (ياد يې قطع شوی او مقطوع  الخیر) دی .(عزيز التفاسير جلد: ۱۳ ص: ۲۵۶).

ــــ  قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢﴾ الانعام   

ژباړه:  ووايه چې يقينا زما لمونځ او زما قرباني او (بالآخره) زما ژوند او زما مرګ خاص الله جل جلاله لره دی چې د ټولو عالمونو پالونکی دی(عزيز التفاسير، جلد۴، ص: ۴۰۳).  

ـــ  وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ …….. وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوٓا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۹۶]

ژباړه: او حج او عمره دواړه صرف د الله جل جلاله د رضاء دپاره تمام کړئ……..او د الله جل جلاله څخه وډار شئ او پوه شئ چې بي شکه الله جل جلاله چې دی عذاب يې ډېر سخت دی. (عزیز التفاسیر).

ــ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ : ضَحَّى رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وسَمّى وَكَبّرُ قال: رَأَيْتُهُ وَاضِعًا قَدَمَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا وَيَقُولُ بسم الله والله اکبر، متفق عليه.

ژباړه: حضرت انس رضي الله تعالی عنه راوي دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوو ښکرونو والا پسونو (چې د هغه ښکرونه اوږده وه يا دا چې ښکرونه يې مات نه و) او کمر (برګ يعني د تور او سپين رنګ وو) قرباني وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم بسم الله والله اکبر ويلو سره پخپل لاس مبارک سره هغه ذبح کړل، حضرت انس رضی الله عنه فرمايي چې ما وليدل چې رسول الله د هغه په اړخ يا په غاړه باندې پښه مبارک ايښې وه او بسم الله والله اکبر يې ويلې (بخاري او مسلم.

په  دوه برګو او ښکرورو پسونو سره قرباني وکړه، هغه يې پخپل لاس ذبح کړل، بسم الله يې وویله او تکبیر يې ووایه او خپله پښه يې د هغوی په غاړو ايښې وه.

ــ عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « مَا عَمِلَ آدَمِىٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ إِنَّهَا لَتَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلاَفِهَا وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ اللَّهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ مِنَ الأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا» رواه الترمذی و ابن ماجه  

ژباړه: بي بي عایشه رضي الله تعالی عنها فرمایي: چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل:  

د ابن ادم د نحر (د قربانی کولو د ورځې) داسې هېڅ عمل نشته چې د الله جل جلاله په نزد د وينې بهولو (قرباني) کولو څخه زيات محبوب وي، او (د قربانی) هغه ذبح شوی حيوان به د قيامت په ورځ د خپلو ښکرونو، وېښتانو او نوکونو سره راشي او د قربانی وينه مخکې د دې څخه چې په ځمکه وغورځېږي (يعني د ذبح کولو د ارادې په وخت) په بارګاه الهي کې قبليږي نو تاسو د دې په وجه (يعني قرباني کولو سره) خپل نفس خوشحاله کړئ.

 

د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته،

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

له هر څه د مخه تاسې ټولو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وایم. الله تعالی مو قربانۍ، صدقات، حجونه، د اسلام په لاره کې خدمتونه او ټول حسنه اعمال مقبول وګرځوه. آمین یا رب العالمین.

هیله مي داده  چې د اختر دغه مبارکې ورځې  په خوشحالۍ ولمانځو. د اختر لمونځ، قرباني، حج او نور ټول عبادات په احسنه طریقه ترسره کړو.

 د لوی اختر مبارکې ورځې چې له یوې خوا په کې د قربانۍ وجیبه ترسره کیږي او له بلې خوا په حرمینو شریفینو کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو څخه په میلیونونو مسلمانان په کې د حج مبارکه فریضه ترسره کوي، د عبادت، اخوت او قربانۍ هغه ورځې دې چې اهل اسلام اتحاد او خواخوږۍ ته رابولي او د الله تعالی لپاره د قربانۍ او ایثار احساس ورکوي.

دا چې د عبادت او قربانۍ دغه ورځې زموږ په ځوریدلي ولس په داسې حال کې راځي چې هیواد مو له اسلامي نظام او سرتاسري امن څخه برخمن دی، هیوادوال مو باید د الله تعالی شکر اداء کړي تر څو د لا نورو الهي انعاماتو مستحق وګرځو.

لله الحمد د اسلامي امارت په حاکمیت سره اسلامي نظام اعاده شوی دی، مقدس اسلامي شریعت اعلان او تطبیق شوی دی، د دیني شعائرو د لوړتیا او د یني مراکزو د پراختیا او تقویې لپاره مهم اقدامات شوي دي. د تقنین،  حکومتدارۍ، قضاء، اقتصاد، فرهنګ او د ژوند نورو ډګرونو کې دیني اصلاحات جریان لري. دا ټول هغه اهداف او ارزښتونه دي چې د ترلاسه کولو لپاره یې زموږ مؤمن ولس اوږدې مبارزې کړي او لویې قربانۍ یې ورکړې دي.

په ملي کچه د افغانستان استقلال او خپلواکي یو ځل بیا تأمین شوې، اسلامي اخوت او ملي وحدت ټینګ شوی، د قوم، ژبې او سمت په عنوان هر ډول تعصبات له منځه وړل شوي، د  هیواد ارضي تمامیت حفظ شوی او د ټولو سرحداتو په کلکه دفاع او ساتنه کیږي. د هیواد ملي شتمنۍ لکه ګمرګي او مالیاتي عوائد، معادن،امارتي ځمکې، ځنګلونه او نورو ملکیتونه چې د ملت مشترک مال دی، د شخصي استفاده کوونکو او زورواکو له لاسه ایستل شوي او د بیت المال د شتمنیو په حیث خوندي شوي.

د اسلامي امارت په حاکمیت سره د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼور رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په خاطر لازم اقدامات ترسره شوي دي،  ټول شرعي حقوق يې تأمین شوي دي. د ټولنې د نیمې برخې په حیث د میرمنو اصلاح، حجاب، عفت، له اختلاط څخه مخنیوي او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د باسعادته ژوند په مسیر د برابرولو په موخه مهم اقدامات شوي دي. د ښځو د بې حجابۍ او ګمراهۍ اړوند د شل کلن اشغال منفي تأثیرات د ختمیدو په حال کې دي. د ښځو د حقوقو په اړه د شپږماده ییز فرمان په صدور سره د یوه آزاد او باعزته انسان په حیث د میرمنو حیثیت اعاده شوی او د نکاح، میراث او نورو حقوقو د تأمین په برخه کې ټول ادارات د میرمنو په مرسته مکلفې شوي دي.

د شرعي محاکمو په فعالیت سره سپیڅلی شریعت یو ځل بیا په عملي ډول پلی شوی دی. هغه دیني احکام، شرعي اوامر، حدود او قصاص چې د عملي اجراء امکانات یې نه و، لله الحمد اوس یې اجراء په خپلو سترګو وینو. دغه راز د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویه فریضه عملا ترسره کیږي. په دې برخه کې د اسلامي دعوت له اصولو سره سم د اعتدال، مصلحت او شفقت له اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح په مقصد اقدامات ترسره کیږي، چې په برکت یې په ټولنه کې ورځ تر بلې اصلاح راځي او منکرات د ختمیدو په حال کې دي.

په اقتصادي برخه کې ویلای شو، چې ټول هغه اټکلونه چې دلته یې د بشپړ اقتصادي سقوط او سرتاسري بحران وړاندوینه کېدله د الله تعالی په فضل غلط ثابت شوي دي. د اسلامي امارت د حکیمانه اقداماتو، اخلاص او شفافیت په برکت د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې. د هیواد په نږدې تاریخ کې په لومړي ځل هیواد په اقتصادي لحاظ خودکفا شوی دی او د بیارغونې، زراعت، آبیاري، سرک سازي، معادنو د استخراج او نورو برخو کې مهم ترتيبونه پيل او تر لاس لاندې نيول شوي دي.

اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د لا نور پرمختګ او د هیوادوالو د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په مقصد په ټولو پانګوالو او ملي تجارانو غږ کوي، چې په بیلابیلو برخو کې په سرمایه ګذاري د هیواد د پرمختګ او انکشاف په برخه کې خپل مکلفیتونه اداء کړي. اسلامي امارت د دوی امنیت او د ټولو حقوقو رعایت ته ژمن دی او ټولې امارتي ادارې مکلفیت لري، چې د هیواد د ښیرازۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې پانګوالو ته لازم سهولتونه برابر کړي.

څرنګه مو چې په هیواد کې څو لسیزې جګړې تیرې شوې او په سلګونو زره یتیمان، کونډې او بې وزلې کسان راپاته دي، اسلامي امارت د دوی د حقوقو تأمین او مرستې ته کلکه ژمنتیا لري. دغه راز په اهل خیر شتمنو هیوادوالو او په ځانګړې توګه په خپلوانو يې غږ کوم چې بې وزله یتیمان هیر نه کړي، د هغوی پالنې، تربیې او مرستې ته پوره توجه وکړي. دا چې د لسیزو جګړو وروسته په ټول هیواد کې سرتاسري امن راغلی او اسلامي نظام حاکم شوی دی، نو ټول هغه کسان چې امن ته ګواښ پېښوي د هغوی څخه مو دا غوښتنه ده چې نور په خپل هیواد کې د خپلو هیوادوالو سره د سوکالۍ ژوند پیل او د امن په ثبات کې مرسته وکړي، د پردیو د ګټو لپاره دې راغلی امن نه متضرر کوي.

د سوالګرو کسانو له سوال څخه د راګرځولو په برخه کې د پام وړ اقدامات شوي دي او زرګونو سوالګرو ته چې اړمن تثبیت شوي، د اسلامي امارت لخوا مرستې ورکول کیږي. خو د حرفوي او غير اړمنو سوالګرو د مخنيوي په برخه کې د علماء کرامو، د مساجدو د امامانو د نورو مؤثرو اشخاصو همکاری ته اړتيا ده، چې د سوال د بدۍ بیانولو، د پوهاوي او کار او کسب ته د هڅولو په برخه کې لاس په کار شي.

د اسلامی امارت د رغنده او ګټورو اقداماتو له برکته د مخدره موادو کرکيله د نشت برابر شوی ده، چې شريفو هېوادوالو د اسلامي لارښونو له مخې د نړیوالو له تطميع او همکارۍ پرته بديل معيشت ته مخه کړې او د ياد اقدام ګټې ورځ تر بلې مخې ته راځي، همدا راز د هر ډول نشه اي توکو په توريد، توليد او استعمال بندیز لګېدلی دی، چې لله الحمد زيات هېواد وال او په ځانګړي توګه ځوان قشر يې له ضرر څخه نجات موندلی دی.

د اسلامي امارت ګڼې اړونده ادارې د هغو هېواد والو د علاج په موخه لاس په کار شوې دي، چې د اشغال شلن کلنه دوره کې په مخدره موادو او نورو نشه يي توکو معتاد شوي وو، چې د روغتيا، پوهاوي او عادي ژوند ته د بېرته ګرځېدو چارې يې په منظمه توګه جريان لري.

څرنګه چې د شل کلن اشغال په وخت کې د مؤمن ولس ډیر حقوق تلف شوي او د بیت المال شتمنۍ د زورواکو لخوا غصب شوي دي، اسلامي امارت د دې نقصانونو د جبیرې لپاره د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو ځانګړی کمیسیون ټاکلی دی، چې تر اوسه یې په سلګونو زره جریبه غصب شوې ځمکې تثبیت او له غصب څخه خلاصې کړې دي. داچې د ظلم او غصب مخنیوی یوه عمومي وجیبه ده، بناء په ټولو هیوادوالو غږ کوم چې د غصب څخه د مخنیوي کمیسیون سره همکاري وکړي، تر څو د خلکو او بیت المال غصب شوې شتمنۍ له غصب څخه خلاصې او حق خپل حقدار ته ورسیږي.

 اسلامي امارت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي هیوادونو سره ښې او رغندې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی. لکه څرنګه چې موږ د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوو، همدا ډول نوروته هم اجازه نه ورکوو چې په هيڅ بهانه او عنوان زموږ په کورنیو مسائلو کې مداخله ولري او یا موږ ته لارښونې وکړي.

د اسلامي امارت مسئولینوته مې توصیه دا ده چې د حکومتدارۍ په ټولو برخو کې د مؤمن ولس د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره خپل مکلفیتونه په جدیت سره تعقیب کړئ. خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې کړئ، کارونه یې په احسنه او عاجله طریقه اجراء کړئ، له خلکو سره هیڅکله داسې چلند مه کوئ، چې ولس ځان له مسؤلینو کم او یا پردی وبولي. دا هماغه ولس دی چې د شل کلن جهاد په سلسله کې یې خپل ځان، مال، کور او اولاد له مجاهدینو قرباناوه او هر قسم قربانۍ ته حاضر و. اوس امارتي منسوبین په ابتلاء کې دی چې له دې ولس سره متقابلا څرنګه چلند کوي. امنیتي مسؤلینو ته مې هدایت دی چې په ځانګړي ډول  د اختر په ورځو کې د خپل مؤمن اولس هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره توجه وکړئ. د هیواد والو د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړئ. د شهیدانو، معلولينو او يتیمانو د کورنیو پوښتنه وکړئ او د خپل توان په اندازه ورسره کمک وکړئ.

 

مؤمنو هیوادوالو!

زموږ او ستاسو مشترک مسئولیت جوړیږي چې د خپل اسلامي نظام ساتنه، پالنه او خدمت وکړو، دا نظام د زرګونو شهیدانو د وینو په قیمت او د مجاهد ولس په خورا سترو ستړیاوو او قربانیو لاسته راغلی، راځئ چې د ساتنې لپاره يې هم ټول په اتفاق همت وکړو، لکه وروڼه د یو او بل ترڅنګ ودریږو، د دښمنانو ټولې دسیسې شنډې کړو، د امنیت، سوکالۍ، آبادۍ او ولسي خدمت قدر وکړو او د لا پیاړوتیا لپاره يې لاس په کار واوسو.

د شکر ځای دی چې له هیواد څخه مو په لسګونو زره حاجیان د حج د سترې فریضې د اداء کولو لپاره بیت الله شریف ته تللي. د امارتي مسؤلینو لخوا یې په پوره اهتمام سره خدمت کیږي او ټول لازم سهولتونه ورته برابر شوي دي. حرمینو شریفینو ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلیو حجاجو څخه غوښتنه کوم، د ټول اسلامي امت او په ځانګړي ډول زموږ د ځوریدلي ولس او هیواد لپاره دعاء ګانې وکړي، تر څو یې الله تعالی له دنیوي او اخروي سعادت او سرلوړۍ څخه برخمن کړي.

د فلسطين په  مېرمنو، ماشومانو او عامو بې دفاع مسلمانانو د اسرائيلو ظلمونه په کلکو ټکو غندو او له نورو هېوادونو څخه هم غواړو چې د دې ستر بشري جنايت او وحشي مظالمو د مخنيوي په برابر خپل مکلفيت ادا کړي.

د سوډان اسلامی هېواد له خلکو او حکومت څخه مو دا غوښتنه ده چې خپل منځي اختلافات او جنګونه ترک کړي، د يووالي، امنيت او ورورګلوی لپاره په ګډه کار وکړي، بلکې په مجموع کې د اسلامي امت د ټولو ستونزو او ناخوالو حل د دوی په يو والی او اتفاق کې دی چې د دغه ستر مطلب د تر لاسه کولو په هکله هر مسلمان مکلفيت لري، چې بايد يې درک او په اخلاص او احساس  سره ادا کړي، تر څو د مغرضو کړیو د تفرقه اچونې دسيسي شنډې او مسلمان ولسونه د اتفاق او اسلامي اخوت له نعمت څخه برخمن شي.

په پای کې یو ځل بیا ټول مؤمن او شریف ولس ته د لوی اختر مبارکي وایم. الله تعالی دې وکړي چې د تل لپاره خپل اخترونه همداسې د بشپړې خپلواکۍ او اسلامي نظام په سیوري کې ولمانځو. والسلام

 

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده

۷/۱۲/۱۴۴۴ هـ ق

۴/۴/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۶/۲۵م