د نورستان په کامدیش کې د سیلابونو له امله خلکو ته د زیان رسیدو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د نورستان ولایت کامديش ولسوالۍ اړوند ميردیش کلي باندې سیلابونه راوتلي چې له امله يې تر نمايي زیات کلی وران شوی او له سلو ډير کلیوال شهیدان او یا نادرکه شوي دي. انالله واناالیه راجعون اسلامي امارت په دغه غمجنه پيښه باندې د زړه له کومې […]

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د نورستان ولایت کامديش ولسوالۍ اړوند ميردیش کلي باندې سیلابونه راوتلي چې له امله يې تر نمايي زیات کلی وران شوی او له سلو ډير کلیوال شهیدان او یا نادرکه شوي دي. انالله واناالیه راجعون
اسلامي امارت په دغه غمجنه پيښه باندې د زړه له کومې خواشیني څرګندوني، ټولو قربانیانوته له الله تعالی څخه مغفرت او جنت غواړي، باقې پاتې مصیبت ځپلوته له الله تعالی څخه د نعم البدل غوښتنه کوي.
اسلامي امارت د مالي چارو ادارې ته هدایت کوي چې له امارتي بوديجې څخه په عاجل ډول پنځه ملیونه نقدې مرستې سیمې ته واستوي، همدا ډول په سیمه کې مجاهدینو ته هم لارښونه کیږي چې د سیلاب ځپلوته سره د مرستو په رسولو او هغوی ته د نجات په ورکوول کې خپل ټول توان وکاروي او که هرچا سیمې ته مرستې استولې په لاره کې ورته خنډونه وانچوي.
همدا ډول له خیریه مؤسسو، کومک کوونکو ټولنو او عام ولس څخه هم هیله کوو چې هرڅه ژر سیمې ته خپلې مرستې واستوي او له سیلاب ځپلو سره تر خپله وسه وسه همکاري وکړي.
 د افغانستان اسلامي امارت
۱۹/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۷/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/29