د ملګرو ملتو لخوا د ملکي تلفاتو د راپور په اړه د اسلامي امارت غبرګون

د ملګرو ملتو لخوا راپور خپور شو چې په تير شوي کال کې په افغانستان کې تر لسو زرو پورې ملکي کسان مړه او ژوبل شوي. په تأسف سره چې بیا هم په راپور کې د يادو تلفاتو په هکله د 75% سلنې دپړې ګوته اسلامي امارت ته نیول شوې. سره له دې چې دغه راپور د […]

د ملګرو ملتو لخوا راپور خپور شو چې په تير شوي کال کې په افغانستان کې تر لسو زرو پورې ملکي کسان مړه او ژوبل شوي.

په تأسف سره چې بیا هم په راپور کې د يادو تلفاتو په هکله د 75% سلنې دپړې ګوته اسلامي امارت ته نیول شوې.

سره له دې چې دغه راپور د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره شریک شوی او هغوی مخامخ هم رد کړی دی، موږ یوځل بیا هم دا راپور یو طرفه او له انصاف نه لرې بولو.

د ملکي تلفاتو په مورد د ملګرو ملتو راپورونه هميشه د کينې او سیاسي تمايلاتو په اساس ترتيب اونشر کیږي.

په اوسنۍ جګړه کې ډيری ملکي تلفات په امریکايي ړندو او درنو بمباریو کې اوړې، لکه همدا څو ورځې وړاندې د پروان ولایت دسیاګرد په ولسوالۍ کې هوايي برید چې قصدا يي د ښونځي شاګردان شهیدان کړل.

د کابل ادارې د عسکرو، پولیسو او اربکیانو لخوا هم قصدا عام خلک وژل کيږی په کورونو ډزې کيږي، په کروندو او کلیو کې خلک په نښه کيږي او له نیونو وروسته ملکي خلک د اعتراف او معلوماتو لپاره په شهادت رسوي چې ډيری داسې پيښې په ټول هيواد، خصوصا په کندهار کې ترسره کيږي.

د ملګرو ملتو په راپورونو کې د کابل ادارې فعال غړي او اربکیان چې د اسلامي امارت په ضد عملا په جګړه کې ښکيل دي، هم د ملکي خلکو په جمله کې شمیرل کیږي او د دغه راز راپورونو په درنولو کې ترې استفاده کيږي.

که په انصاف سره ووايو د اسلامي امارت لخوا اوسنۍ جګړه په نړيواله سطحه يواځنۍ هغه جګړه ده چې تر ټولو کم ملکي تلفات لري.

همدا راز د ملګرو ملتو د راپورونو منابع، آزاد او بې طرفه منابع نه وي، بلکې د کابل ادارې اړوند ارګانونه معلومات ورکوي اویا د يو شمير هغو په اصطلاح رسنيو څخه معلومات پوره کوي چې شپه او ورځ د اسلامي امارت په مجاهدینو پسې پروپاګند کوي، ددښمن لخوا تمویلیږي او خپله شخصي کینه پالي.

له پورته نکاتو سره سره موږ د ملګرو ملتو لخوا خپور شوي راپور بیا هم یواړخیز بولو او هيله کوو چې دملکي تلفاتو له موضوع څخه چې کاملا يوه ملکي او بشري موضوع ده، سیاسي استفاده ونشي، بلکې د پيښو اصلي عاملين په کوته او اعلان شي، ترڅو په ريښتوني معنی د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي او دملکي خلکو قصدي وژونکي( امریکايان، دکابل ادارې عسکر، پوليس او اربکیان) د خلکو په وژلو کې لا جرئتي نه کړل شي.

 داسلامي امارت مجاهدینو ته ورکړل شوي اصولنامې او دعالیقدرامیرالمؤمنین فرمانونه او پیغامو نه ټول ددي خبري کره ثبوت دي چې اسلامي امارت دملکي خلکو دسر او مال حفاظت خپله دیني او اساسي دنده بولي او په راتلونکي کې به نور هم کوښښ کوي چي په دي برخه کې لاډیر احتیاط وکړي، دملګروملتو د اداري لوړ رتبه مسئولینوته مشوره ورکووچي په راتلونکي کې د داډول راپورونو ترتیبونکي مامورین متوجه کړي چي له شخصي اغراضو او سیاسي تمایلاتو پرته په حقایقو بنا راپور ترتيب کړي، نه داسي راپورونه چي ستاسو د اداري حیثیت نور هم په عامه ذهنیت کې را وغورځوي.

د افغانستان اسلامی امارت

۲۸/۲/۱۴۳۶هـ ق

۲۹/۹/۱۳۹۳هـ ش ــ 2014/12/20م