د مذاکراتو په اړه د افواهاتو د خپريدو په غبرګون کې د اسلامي امارت اعلامیه

له څو ورځو راپدې خوا په ځينو رسنیو کې په وقفه یيز ډول د مذاکراتو دخبرو د ګرميدو حتی  په دې موخه داسلامي امارت د استازو د سفرونو په اړه غلط او له حقیقت څخه لرې مکرر راپورونه خپريږي.  موږ دغه راز ټولې آوازې ردوو، داسې هيڅ کوم څه په جریان کې نه دي او […]

له څو ورځو راپدې خوا په ځينو رسنیو کې په وقفه یيز ډول د مذاکراتو دخبرو د ګرميدو حتی  په دې موخه داسلامي امارت د استازو د سفرونو په اړه غلط او له حقیقت څخه لرې مکرر راپورونه خپريږي.

 موږ دغه راز ټولې آوازې ردوو، داسې هيڅ کوم څه په جریان کې نه دي او نه هم داسې موضوعات پټ او د پردې ترشا ترسره کیدای شي.

که په دې اړه څه وای نو به اسلامي امارت پخپله له خپلو رسمي لارو څخه رسنۍ او هیوادوال ورباندي خبر کړي وای.

اسلامي امارت  د هیوادوالو د ستر ارمان او ضرورت په توګه د  ابرومندانه سولې د تامین لپاره هلې ځلې کوي، خو  په هیواد کې د بهرنیو اشغالګرو شتون او د اسلام ضد اعمالوجریان د جګړې اساسي عامل دی، څرنګه چې د اشغالګرو په شتون کې  جهاد فرض عین دی  نوځکه  تراوسه اسلامي امارت د وسلې کارول یوشرعي امربولي .

داچې دمذاکراتوپه اړه ټول افواهات غلط خپريږي او تر شايي د  مرموزو جاسوسي کړيو لاس ښکاري نوهیڅوک هم باید باور  پري  ونکړي ،داډول  بي  بنسټه اوازې  په  تیرو ۱۳  کلونو کې  ډیر ځله  خپري شوي خولله الحمد  مجاهدینو ته  یې  هیڅ   زیان  نه  دی  رسولی او نه یې هم  کومه بي   باوري  رامنځ ته کړې  دا ځل به هم دا دروغجنه  څپه همدا سي  بي نتیجې  تیره شي  او وخت به هر څه ثابت  کړي .

څرنګه چې دا ډول  اوازې  خپریدل  زموږ  په باور د ځينو  پټو کړیو  لخوا طراحي کيږی او هدف يې هم شوم  ښکاري،  نو افغانستان اسلامي امارت  په خپل  ملت  غږ کوي  چې د دښمن  له دسيسو سره د تل په شان  بیدار  واوسي او په تشو پروپاګندو  تیر نه وزي.

دافغانستان اسلامي امارت

۱۲/۵/۱۴۳۶هـ ق

۱۲/۱۲/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/3/3م