د علمي او روحاني شخصیت (جلدک آغا صاحب) د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پيغام

په ډيره خواشیني سره خبر شوو چې د هیواد پياوړې علمي او روحاني شخصیت په جنوب غرب حوزه کې پيژندل شوی دیني عالم مولوي حمدالله جان چې د جلدک په آغاصاحب مشهور وو د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو. انالله واناالیه راجعون اسلامي امارت د آغا صاحب وفات د هیواد په علمي او روحانی […]

په ډيره خواشیني سره خبر شوو چې د هیواد پياوړې علمي او روحاني شخصیت په جنوب غرب حوزه کې پيژندل شوی دیني عالم مولوي حمدالله جان چې د جلدک په آغاصاحب مشهور وو د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو. انالله واناالیه راجعون

اسلامي امارت د آغا صاحب وفات د هیواد په علمي او روحانی جامعه کې یوه ستره ضایعه بولي، نوموړي مرحوم ته له الله تعالی څخه د مغفرت او جنة الفردوس، کورنۍ، خپلوانو، شاګردانو او متعلقینوته يې د جمیل صبر او جزيل اجر غوښتنه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت

۷/۱۱/۱۴۴۲هـ ق

۲۷/۳/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/6/17م