د ستر جهادي شخصیت، عالم او مبارز مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د وفات په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

الحمد لله الذي خلق السموات والأرض وجعل الظلمات والنور. خلق الموت والحياة ليبلوكم أيكم أحسن عملاً وهو العزيز الغفور. ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، ونشهد أن سيدنا ونبينا محمداً عبده ورسوله، الشافع المشفع يوم النشور، صلى الله وسلم وبارك عليه وعلى آله وأصحابه والتابعين ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين. […]

الحمد لله الذي خلق السموات والأرض وجعل الظلمات والنور. خلق الموت والحياة ليبلوكم أيكم أحسن عملاً وهو العزيز الغفور. ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، ونشهد أن سيدنا ونبينا محمداً عبده ورسوله، الشافع المشفع يوم النشور، صلى الله وسلم وبارك عليه وعلى آله وأصحابه والتابعين ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين. امابعد: قال الله تعالی: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ. ۱۵ . الحجرات

د افغانستان مؤمن او مجاهد ملت او په نړیواله کچه ستر اسلامي امت ته په ډیره خواشینۍ خبر ورکوو چې زموږ د دې عصر ستر جهادي شخصیت، دیني عالم، مثالي مبارز، د دو لویو جهادونو نوښتګر لارښود، د اسلامي امارت په واکمنۍ کي د سرحداتو وزیر او د رهبري شوری غړی محترم  الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب د ورپیښې اوږدې ناروغۍ له امله په حق رسیدلی دی. انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان اسلامي امارت د جناب حقاني صاحب رحمه الله د وفات په مناسبت د نوموړي جهادپالې کورنۍ، ټولو مجاهدینو، افغان اولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

 الله تعالی دې د جناب حقاني صاحب ټول حسنه اعمال قبول کړي، الله تعالی دې مغفور او مرحوم وګرځوي او الله تعالی دې د جهاد، دعوت، علم او اصلاح په لاره کې د نوموړي ټول تکالیف، ستومانۍ او هجرتونه مقبول وګرځوي. آمین یا رب العلمین.

مرحوم مولوي جلال الدین حقاني صاحب د دې عصر یو له سترو او نومیالیو جهادي شخصیتونو  څخه و،

لکه څنګه چي په صدر اسلام کي مجاهدین دحضرت خالد بن ولید رضی الله عنه په وجود او کردار ډاډه اوخوشحاله و په یقین سره ویلای شو چي د نن عصر مجاهدین د جناب حقانی صاحب په وجود اوکردار له حده زیات مطمئن او خوشحاله و،  هغه وخت چې زموږ هیواد او اولس  د کمونیستي الحاد له خطر سره مخامخ و، اسلامي افغانستان د بخارا، سمرقند او قفقاز په شان د بې دینۍ تر ګواښ لاندې و، جناب حقاني صاحب او د هغه وخت نور باعزمه مجاهدین د کمونیستي دهریت په وړاندې راپورته شول، لومړی یې د دعوت او تنویري فعالیت په توسط د ملت د ویښولو مبارزه پیل کړه او وروسته چې کمونیستي کودتا وشوه نو یي د کمونیستي کفر د محو کولو په مقصد مسلح جهاد شروع کړ.

جناب حقاني صاحب د کمونیزم او شوروي یرغلګرو په خلاف جهاد ته د بشپړې فتحې تر ورځې په پوره اخلاص ادامه ورکړه، وروسته یې د خپل منځي جګړو په دوران کې د یو مصلح او ثالث بالخیر داعي په حیث رول اداء کړ او کله چې د افغانستان اسلامي امارت قیام وکړ ، نوموړي د اسلامي نظام د ارمانجن په حیث په ټول اخلاص اوقوت د عالیقدرامیرالمؤمنین ملا محمد عمرمجاهد رحمه الله په څنګ کې ودرید او د اسلامي واکمنۍ د تحکیم په لاره کې یې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړل.

د امریکایي یرغل په وړاندې د جناب حقاني صاحب کردار، کارنامې او د اسلامي امارت په متحد ساتلو کي د هغه جناب نه ستړی کېدونکي هلي ځلي د تاریخ هغه زرین باب دی چې د اسلامي امت راتلونکي نسلونه به همیشه ورباندې ویاړي. 

په ټوله کې د جناب حقاني صاحب ژوند او کارنامې یو داسې بهترین سرګذشت دی چې د یوه مؤمن او متعهد مسلمان لپاره د لارې مشعل ګرځیدلی شي او له مخلصانه جهاد، ایثار، ثبات، لوړ عزم، د دین لپاره سختي تیرول او له دنیوي شهرت، منصب او مادياتو څخه د اجتناب په برخه کې ترې ډیر څه زده کولای شو.

د جناب حقاني صاحب د وفات په اړه باید ووایو، چې هغه خپل کردار ترسره کړ، د ایمان او له دین سره د وفادارۍ کوم تعهد یې چې کړی و تر مرګه په هغه پیمان ثابت پاته شو. 

هغه واقعا بختور و چې په یوه سخته او امتحاني مرحله کې یې له دین او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع وکړه او د دیني شعائرو په ژوندي ساتلو کې یې لوی کردار اداء کړ. 

جناب حقاني صاحب که اوس جسما زموږ په منځ کې نشته خود هغه فکر او لاره ژوندۍ ده،  د هغه سنګر لا هم تود دی او د اسلامي امارت د جهادي صف په شان یو ستر جهادي کاروان یې لار تعقیبوي.

مولوي جلال الدین حقاني صاحب له څو کلونو راهیسې سخت مریض او بستر نشین و،  هغه لکه څنګه چې د ځوانۍ او صحت په دور کې د الله تعالی د دین لپاره ډیر مشقات وګالل، د عمر په وروستیو کې یې اوږده ناروغي هم په پوره صبر او د رضاء بالقضاء په روحیه سره وزغمله.، تر دې چي بالاخره یې د اجل داعي ته لبیک ووایه.

د مرحوم الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب د وفات په اړه  مو له ټولو مجاهدینو، عامو هیوادوالو او دنړۍ له مسلمانانو څخه هیله ده چې د نوموړي روح ته دعاء ګانې وکړي،  هغه په خپل کردار سره  له افغان اولس او عام اسلامي امت سره ستر احسان کړی و، په خپله جهادي مبارزه سره یې د الحاد او ګمراهۍ مخه نیولې، نو حق یې دی چې روح ته یې دعاګانې او دقران کریم د ختمونو ثوابونه ډالۍ کړو.

په پای کې یو ځل بیا د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله روح ته دعاء کوو،  الله تعالی دې په خپل دیدار او عالي درجاتو ونازوي.

آمین یا رب العلمین

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام او رهبري شوری

۱۴۳۹/۱۲/۲۴ ه ق

۱۳/۶/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/9/4م