د ستر جهادي او علمي شخصیت او دوو جهادونو د اتل الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب د وفات په اړه د نوموړي د کورنۍ تعزیتي پیغام

الحمد لله الذی رفع اعلام الشریعة بجماعة المجاهدین الذین یقاتلون فی سبیله صفا کانهم بنیان مرصوص وقرع ایمةالکفر والضلال المعاصر بقائدنا وقائدالملة الاسلامیة الشیخ جلال الدین (حقانی) حین دهمت المملکة الاسلامیة مصائب الضلالة السود الداهیة والصلوة والسلام علی سیدنا امام الهدی والتقی قایدالمجاهدین فی بدر وحنین وعلی اله واصحابه الذین امتحن الله قلوبهم للتقوی الذین […]

الحمد لله الذی رفع اعلام الشریعة بجماعة المجاهدین الذین یقاتلون فی سبیله صفا کانهم بنیان مرصوص وقرع ایمةالکفر والضلال المعاصر بقائدنا وقائدالملة الاسلامیة الشیخ جلال الدین (حقانی) حین دهمت المملکة الاسلامیة مصائب الضلالة السود الداهیة والصلوة والسلام علی سیدنا امام الهدی والتقی قایدالمجاهدین فی بدر وحنین وعلی اله واصحابه الذین امتحن الله قلوبهم للتقوی الذین بذلوا جهدهم لاحیاء الملة والدین رضی الله عنهم ورضواعنه.

قال تبارك وتعالی:كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ وَيَبْقَي وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَامِ.

وقال تبارك وتعالى: فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ.

وقال تبارك وتعالی: يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ. ارْجِعِي إِلَي رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً. فَادْخُلِي فِي عِبَادِي. وَادْخُلِي جَنَّتِي. صدق الله العلی العظیم.

د پنځلسمې هجري پیړۍ کفر ځپونکى ستر علمي او جهادي شخصيت بقیة السلف، د دوو امپراطوریو ماتوونکی، مجاهد کبیر، ګرانقدر فضیلت مآب، جناب الحاج مولوی جلال الدین (حقاني)، رحمه الله، د ورپیښې اوږدې ناروغۍ له امله د ځمکې او آسمانونو حقیقي مالك ته د خپل روح امانت وسپاره.  قال الله تعالی: وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَي اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلي اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا. إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ.

متعال خداي دې يې د  انبیاؤ، صدیقینو، شهداؤو او مقربو بندګانو په زمرة کې شامل او د جنت الفردوس اعلی مقام ورته نصیب کړي. روح دې يې ښاد او یاد دې يې تل وي.

په ډیر تأسف سره باید ووایو چی نن د داسې چا په فراق خبرې کوو چې ژوند يې د ملنګ وو او د شهرت، مقام او منصب سره یې هیڅ علاقه نه درلوده.

هوکې! ظاهري زندګي يې په غرونو، ګارو اوپرښوکې وه، خو معنوي زندګي يې د عظمت په برجونوکې وه.

مولوی جلال الدین حقاني – رحمه الله – نه تنها د یوې منطقې د یومملکت په سطحه قابل قدر او قابل افتخار شخصیت وو؛  بلکه د نړۍ د مستضعفو مسلمانانو د اُمیدونو لپاره هر اړخیزه سرپناه، پټه او څرګنده عالمي ذخیره وه.

نوموړي د سره ښکیلاك په وړاندې خپله سپیڅلې جهادي نه ستړې کیدونکې مبارزه داسې ژوندۍ وساتله چې هر دیده دانسته نه؛ بلکه مد مقابل دښمنانو يې هم  په کلك عزم، هوډ او متانت اقرار کاوه.

د روسي امپراطورۍ د ټوټې کیدو څخه وروسته يې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله)   ترقیادت لاندې د اسلامي نظام د بهبود په خاطر د عالیقدر مرحوم د هرلوي او واړه حکم اطاعت کړی، د امریکایي اشغالګرو او د هغوي د متحدینو د یرغل پر وخت يې د نړیوال کامل فشار او د دښمن د قسما قسم وړاندیزونو باوجود د اسلامي امارت د جهادي مقاومت مټې مضبوطې وساتلې.

ارواښاد له سره ښکیلاك سره په جهادي بهیر کې خپل سکنى ورور او په اوسنی (احزاب مثله) مقاومت کې خپل زامن د قربانۍ ډګر ته وړاندې کړل چې دنورو نسبي خپلوانو سربیره یې څلور زامن د شهادت لوړې مرتبې ته رسیدلي دي. (تقبلهم الله).

نوموړی د شجاعت، زهد، تقوی، ایثار، سخاوت او په امتیازي اصطلاح (د مقاومت غر) یادېده چې الحمد لله په هیڅ وخت کې او په هیڅ نوع د زعامت د غوښتلو او د جاه او جلال په تهمت داغمن نه شو.

د خداي د مُبین دین د پلي کیدو د ولس د ملي ګټو او د هیواد د خپلواکۍ او ارضي تمامیت د خوندي ساتلو لپاره به دایماً فکر مند وو او همیشه به د عامه مسلمانانو د سعادت او فلاح غم ورسره وو.

د مستضعف امة ټول خواخوږي او خصوصاً د اسلامي امارت متعلقین دې يې پخپلو نیکو دعاګانو کې یاد لري.

مولوي جلال الدین حقانی –رحمه الله – د ژوند په وروستیو کې د دوو خبرو توصیه کوله:

١- زما ژوند چې له چا سره ربط او لرې یا نږدې راسره پاتې شوي دي، دبشري فطرت په مقتضی پخپلو ټولو کمزورتیاؤو اقرار کوم اولاً د رب الکائنات څخه او ثانیاً د مسلمان اولس د خاص او عام څخه د سهواً، قصداً ټولو خطاګانو بخښنه غواړم، ماته د رب ذوالجلال په لور د لوی سفر د کامیابۍ دعاوې کوئ زه درنه راضی یم الله جل جلاله دې درنه راضي شي.

٢- اسلامي امارت خپلمنځي اتفاق، اتحاد او اطاعت مضبوط وساتئ د اسلامي نظام د پلي کولو لپاره د زړه له کومي مخلص ثابت قدم اوسئ، او د جهاد عظيمې فريضې ته د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې ادامه ورکړئ.

د دې ایت کریمه د معنى په پام کې نیولو سره چې الله تعالی فرمایي: (نصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ)، زیری درکوم چې په نږدې وخت کې به د خپلو ټولو ستونزو او هلو ځلو د ثمرې څخه د اسلامي نظام په قیام سره برخمن شئ.

موږ د مرحوم حقاني صاحب د کورنۍ اعضاء  هر یو الحاج محمدابراهیم (حقاني)، الحاج خلیل الرحمن (حقاني)، الحاج خلیفه ملا سراج الدین (حقاني) په دې باور لرو چې متدین او د اسلام په رشته تړلۍ اولس په موجوده امنیتي حالاتو او مشکلاتو خبر دی او پوهیږي چې د شرایطو د نامساعدوالي له امله  موږ اجتماعي جنازه، فاتحه او تعزیت نه شو اخیستلای، که شرائطو ایجابولای، ویاړلى اولس به موله دغې لويې او نیکې برخې نه وای محروم کړى.

لهذا احترامانه خواهش کوو چې هرڅوك پخپلو مسجدونو، مدرسو او جهادی مرکزونو کې د قرآن کریم ختمونه وکړئ، فاتحې اوتعزیتونه واخلي او دا به مو د جناب مرحوم حقاني صاحب ( رحمه الله) سره نه هیریدونکى احسان وي.  والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د مرحوم الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب د کورنۍ لخوا

۲۴/۱۲/۱۴۳۹هـ ق

۱۳/۶/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/9/4م