د جدي د شپږمې په اړه د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه ۴۲ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶ مه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ. افغان مسلمان او آزادۍ غوښتونکی ملت د هيڅ یرغلګر اشغال اوتجاوز نشي زغملای نو ځکه زموږ با شهامته اومجاهد اولس د شوروي یرغلګر په وړاندې ستر او سرتاسري جهاد پیل کړ […]

له نن څخه ۴۲ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶ مه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ.
افغان مسلمان او آزادۍ غوښتونکی ملت د هيڅ یرغلګر اشغال اوتجاوز نشي زغملای نو ځکه زموږ با شهامته اومجاهد اولس د شوروي یرغلګر په وړاندې ستر او سرتاسري جهاد پیل کړ چې د لسو کالو په جریان کې يې د وخت شوروي اتحاد ته ماته ورکړه او د هغوی ټول اشغالګر ځواکونه يې زموږ له هیواد څخه وشړل.
د افغانستان اسلامي امارت د خپل ملت په استازولۍ د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندي او د هغو په وړاندې د افغان میړني ولس جهاد او مبارزه ستايي.
افغانستان د هيڅ بل هیواد په کورنیو مسائلو کې مداخله نه کوي او بل چا ته هم اجازه نه ورکوي چې زموږ حقه حقوق ترپښو لاندې کړي او په داخلي چاروکې مو لاس وهنه وکړي، افغانان د یوه سوله دوست ملت په توګه غواړي له نړیوالو سره د اسلامي او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ښې او قوي اړیکې تأمین کړي، چې په هغې کې چاته هم د ضرر احتمال نه وي او د ملتونو د آزادۍ حق خوندي وي.
د افغانستان اسلامي امارت له ټولو لرې او نیږدې هیوادونو څخه هیله لري چې د ښو او پياوړو اړیکو په جوړولو او تأمینولو کې مثبت رول ولوبوي ترڅو په سیمه او نړۍ کې د امن او سوکالۍ په لور ګامونه واخیستل شي او له پخوانيو جنګ جګړو راپاتې ناخوالۍ، ویجاړۍ او بې باورۍ له منځه لاړې شي.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۲/۵/۱۴۴۳هـ ق
۶/۱۰/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/12/27م