د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو د هیئتونو تر منځ دوه ورځنۍ خبري په ښه ډول تر سره شوې. په مجلس کې په سیاسي موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې او اسلامي امارت د دوحې د تړون بشپړ عملي کول د مشکلاتو دحل غوره لاره وبلله او داچي بشري […]

په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو د هیئتونو تر منځ دوه ورځنۍ خبري په ښه ډول تر سره شوې. په مجلس کې په سیاسي موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې او اسلامي امارت د دوحې د تړون بشپړ عملي کول د مشکلاتو دحل غوره لاره وبلله او داچي بشري مرستي باید له سیاسي مسایلو سره و نه تړل شي.
امریکایې استازو وویل چي دوی به له افغانانو سره بشري مرستې کوي او د نورو خیریه بنسټونو د بشري مرستو رسولو کې به تسهیلات برابروي.
اسلامي امارت د بشري مرستو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چي د بشري مرستو په شفافیت او مستحقینو ته په رسولو کي به له خیریه بنسټونو سره همکاري کوي او د بهرنیو وګړو تګ راتګ ته به په اصولي ډول تسهیلات برابروي.
په مجلس کي د علاقې وړ ټولو اړوند موضوعاتو تفصیلي خبري وشوې او کوښښ به کیږي چي دیپلو ماتیکې اړیکې ښه حالت ته را وګرځي. دا مجلس چې خورا سپینې خبرې په کي وشوې د تفاهم یو ښه فرصت وبلل شو او په دې خبره اتفاق وشو چي په راتلونکې کې به هم که ضرورت و، داډول ناستو ته دوام ورکوي.
د بهرنیو چارو وزارت
۱۴۴۳/۳/۵ھ ق
۱۴۰۰/۷/۱۹ھ ش- 2021/10/11 م