د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

تیره ورځ د ایران ولسمشر د هلمند د اوبو په اړه یو لړ څرګندونې درلودې چې په اړه يې موږ په لاندې ډول وضاحت کوو. د افغانستان او ایران ترمینځ د اوبو تړون چې نیمه پيړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریزکال کې لاسلیک شوی، تر اوسه پخپل ځای دی، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې په شوو […]

تیره ورځ د ایران ولسمشر د هلمند د اوبو په اړه یو لړ څرګندونې درلودې چې په اړه يې موږ په لاندې ډول وضاحت کوو.
د افغانستان او ایران ترمینځ د اوبو تړون چې نیمه پيړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریزکال کې لاسلیک شوی، تر اوسه پخپل ځای دی، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې په شوو تعهداتو باندې عمل وکړي.
داچې په دا وروستیو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې سخته وچکالي تیره شوه، د اوبو سطحه ټيټه شوې، د هلمند د رود په ګډون زموږ ګڼ ولایتونه اوسيمې له وچکالۍ څخه کړيږي او کافي اوبه شتون نه لري.
په داسې یو حالت کې د ایراني اړخ لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبي څرګندونې  په زیان بولو.
ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، داچې واقعیت سم نه وي مطالعه شوي، او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هیوادونو د خلکو او هیوادونو ترمينځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هيڅ جهت په ګټه نه ده او باید تکرار نشي.
اسلامي امارت یوځل بیا ژمنه کوي چې د هلمند د اوبو د تړون په نظر کې نیولو سره ټوله سعیه کوي چې ایراني ولس ته د هغوی سره ژمنه شوې اوبه ورته پریښودل شي، خو په دې شرط چې زموږ د اوبو زیرمې هغې کچې ته ورسیږي چې که یې ایران ته ورخوشي کړو نو د هلمند په وچ رود کي به په سوونو کلیومتره لار ووهي او ایران ته به ورسیږي حال داچي فعلا د کمال خان بند کي هیڅ اوبه شتون نه لري او د کجکي بند لیږ اوبه که ورخوشي شي تر هغه ځایه نه رسیږي، نو په کار ده چي ایراني لوری دا حقایق درک کړي.
د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء
۲۸/۱۰/۱۴۴۴هـ ق
۲۸/۲/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۵/۱۸ م