نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
له تيرو دریو ورځو راهيسې د کنړ ولایت دانګام ولسوالۍ په مختلیفو سیمو کې د مجاهدينو لخوا پراخ عملیات پيل شول، چې د دوو ورځو په موده کې د دانګام ولسوالۍ له ټولو مهمو برخو څخه دښمن وشړل شو، ګڼې پوستې اومراکز ونيول شول، او دښمن ته درانه ځانی زیانونه هم واوښتل. په دې اړوند […]
له تيرو دریو ورځو راهيسې د کنړ ولایت دانګام ولسوالۍ په مختلیفو سیمو کې د مجاهدينو لخوا پراخ عملیات پيل شول، چې د دوو ورځو په موده کې د دانګام ولسوالۍ له ټولو مهمو برخو څخه دښمن وشړل شو، ګڼې پوستې اومراکز ونيول شول، او دښمن ته درانه ځانی زیانونه هم واوښتل.
په دې اړوند د دښمن لخوا داسې آوازې خپرې شوې چې ګنې په دانګام کې د مجاهدینو لخوا د ملکي خلکو په ضد اقدامات شوي، ښځې او ماشومان بند پاتې دي، لارې تړل شوې دي، د ولسۍ خلکو کورونه سوزول شوي او داسې نور افواهات.
موږ د دانګام په اړه د دښمن لخوا مغرضانه او بدنامونکي تبلیغات په کلکه ردوو.
په دانګام ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په وړاندې هيڅ مشکل نه ده جوړ، هغوی ټول زموږ خپل خلک دي، دبدن غړی مو دي، دهيچا په وړاندې لار نه ده تړل شوې، د هيچا کور ته اور نه ده ورکړل شوی، د هيڅ ملکي شخص سره زور زیاتی نه ده شوي او نه هم داسې کړنې د اسلامي امارت د مجاهدینو په پلانونو کې شته.
په دانګام کې عملیات صرف دهغو پولیسو او معلومو اربکیو په ضد تره شوي چې د خلکو او هيواد په ضد يې د څو پيسو په بدل کې ټوپک اخيستی وو، دهغو پوستې او مراکز د جګړې په جریان کې ويجاړ شوي دي .
اوس سیمه ټوله د مجاهدینو په ولکه کې ده، خلکو د آرام ساه اخيستي او له هيچا سره هم د مجاهدینو لخوا خدای مکړه زور زیاتی نه کيږي.
په دې مورد د دښمن لخوا خپاره شوي تبلیغات حقيقت نه لري او د عامه ذهنیت د تخریب هڅه ده.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۶/۲/۱۴۳۶هـ ق
۲۷/۹/۱۳۹۳هـ ش ــ 2014/12/18م
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.