دجدي دشپږمې په اړه، دافغانستان داسلامي امارت اعلامیه

پنځه دیرش کاله وړاندې  د ۱۳۵۸ل کال دجدي په شپږمه نیټه دپخواني شوروي سرولښکرو دخپلې پلیدي  کمونیستي نظریی دپلي کولواودنړئ خور ښکیلاکي پلان دپراختیاپه نیت دافغانستان په پاک حریم یرغل راووړ . سرو لښکرو، دیولک لس زره پوځیانوپه شتون ، لس کاله دافغان مظلوم ولس په خلاف وجنګیدل ، زمونږ یونیم میلون مسلمان  هیوادوال یې شهیدان […]

پنځه دیرش کاله وړاندې  د ۱۳۵۸ل کال دجدي په شپږمه نیټه دپخواني شوروي سرولښکرو دخپلې پلیدي  کمونیستي نظریی دپلي کولواودنړئ خور ښکیلاکي پلان دپراختیاپه نیت دافغانستان په پاک حریم یرغل راووړ .

سرو لښکرو، دیولک لس زره پوځیانوپه شتون ، لس کاله دافغان مظلوم ولس په خلاف وجنګیدل ، زمونږ یونیم میلون مسلمان  هیوادوال یې شهیدان ، دری میلونه یې معیوب ، اوله پنځومیلونوزیات یې هجرت او کډوالی ته اړویستل .

افغان میړني ولس ، داستکبارله لاسه دغه ټول کړاوونه ، اوږده ناورینونه اوقربانی تحمل او وزغملې ، خوله خپلې برحقي داعيي اوپاک عزم څخه یوه لویشت هم  وروسته اوشاته نشول.

هماغه وو چې الله تعالی ، دمتحدافغان ولس دتورې  اومتین عزم په نتیجه کې نه داچې  دشوروي  وحشي  ځواک مات او دزرګونو عسکرو په وژل کیدو یې دافغانستان  خاوره پریښوده، بلکې دافغان جهاد په برکت  دټول شوروي  اتحاد امپراطوري  هم محوه اونابوده وګرځیده ، په هغه برسیره یې ټوله نړئ له شر څخه خلاصه اوازاده شوه .

اوس چې دپخواني شوروي دکرغیړنو لښکروله شکست اوګونډه کیدوڅخه  ۳۵ کاله تیریږي، دافغانستان خاوره اومسلمان ولس دیوبل جهان خور استکبار ( امریکا) ترناروا اومکار یرغل اووحشت لاندې شپي اوورځي تیروي .

امریکااومتحدینویې دنیږدي ۱۴ کلونوپه ترڅ کې دیونیم لک مجهزو عسکرواوپرمختللي جنګي ټکنالوژۍ دهرډول وحشت په کارولو اود څه باندې یوټريليون ډالروپه  مصرفولوخپل ټول زور وواهه ، ترڅو دافغان ولس  دیني غرور اوبه اودخپلواکی ګټلوله  داعيي څخه یې واړوي .

الله تعالی، دافغانستان  داسلامي  امارت  تر نجات بښونکي  سیوري  اوقیادت  لاندې  دافغان ننګیالي ولس په جهادي مټو کې دومره  قوت او هیبت واچاوه،  چې   دامریکا او ۴۹ اشرباڼو هیوادونو ، قووتونه  او طلسمونه يې  رسوا اوله شکست سره مخ کړل، خبره اوس دې سرحدته ورسیده  چې امریکايان  په يولوريز ډول د جګړې د پای ته رسیدو خبره کوي او  ډيری ځواکونه يې په ټيټ سر  له افغانستان څخه د تيښتې  په حال کې  دي.

ورسره یې د۴ لکه  اجیرجنګي ځواک، چمتوالی هم داسې له صفر سره ضرب ده چې دکابل  اداره په ډاګه   امریکایانو ته وايي، چې که تاسې له افغانستان څخه ټول ځواکونه باسئ او موږ تنها پريږدئ، نو افغانستان زمونږ له لاسه  تلونکی او وتونکی دی.

دافغانستان اسلامي  امارت په داسې حال کې چې دجدي  دشپږمي  یرغل دافغانستان دټولو بدبختیو مهم عامل بولي  اوپه عاملینو اوملاتړویې نفرین استوي،  ورسره یوځای امریکایانو اود هغوئ ملاتړو ته هم  په ورته برخلیک د اخته کیدو خبرداری ورکوي .

دافغانستان داسلامي امارت

۴/۳/۱۴۳۶هـ ق

۵/۱۰/۱۳۹۳هـ ش ــ 2014/12/26م