مثلث؛ ملي تلويزيون بيرته د مليتوب پر لور…!

سليمان سعيد څو ورځې وړاندې ملي تلويزيون د يوې نوې خپرونې د پيلولو اعلان وکړ، دغې خپرونې ته يې د «مثلث» نوم ورکړ، ځکه چې په دې کې به درې جهتونه برخه اخلي: لويان چارواکي، رسنۍ او ولس. په ياده خپرونه کې به ولس مستقيماً په انلاين بڼه د رسنيو په توسط له حکومتي مسؤلينو […]

سليمان سعيد

څو ورځې وړاندې ملي تلويزيون د يوې نوې خپرونې د پيلولو اعلان وکړ، دغې خپرونې ته يې د «مثلث» نوم ورکړ، ځکه چې په دې کې به درې جهتونه برخه اخلي: لويان چارواکي، رسنۍ او ولس.

په ياده خپرونه کې به ولس مستقيماً په انلاين بڼه د رسنيو په توسط له حکومتي مسؤلينو پوښتنې کوي، خپل غږ به اوچتوي او ستونزې به ورسره شريکوي.

دا ځکه يو ښه ابتکار دی چې د ولس او چارواکو د مخامخ کېدو يو فرصت يې برابر کړی، کله چې چارواکي له عام ولس سره مخ شي، بيا نو حتمي ده چې د ولس غوښتنې به اوري، د هغوی له ستونزو به خبريږي، په دې توګه د ولس او حکومت ترمنځ واټن ختميږي، چارواکي به د خپلو فعاليتونو حساب ورکوي، په عين حال کې به بېلا بېلې دولتي ادارې سالم رقابت ته هڅول کيږي او په دې توګه به هېواد پرمختګ کوي، چارې به سميږي، اصلاح او شفافيت رامنځ ته کيږي او د ولس او حکومت تر منځ اعتبار زياتيږي.

رسنۍ د يو هېواد پرمختګ کې ډېر مهم رول لري، ځکه چې همدا رسنۍ کولی شي حکومت اصلاح کړي، نيمګړتياوې ورپه ګوته کړي، د ولسونو غږ اوچت کړي، حکومت او رعيت سره مخ کړي، ملتونه بيدار کړي، تر څو په دې توګه حکومت او رعيت په ګډه د پرمختګ په لور يون وکړي.

رسنۍ بايد د حکومت ټولې نيمګړتياوې بيان کړي، د اصلاح بديلې لارې يې وښايي او حاکمان خپلو مسؤليتونو ته متوجه کړي. او دا هغه وخت کېدای شي چې ولس ورسره ملګری وي، ولس ته په خپرونو کې برخه ورکړي، د ولس آواز واوري او مستقيماً يې له چارواکو سره په عام ډګر کښېنوي. دا امکان لري چې يو، دوه، يا لس چارواکي بې لارې شي، د پرديو برنامې مخ ته يوسي، له خپلو کارونو غافل وي او د ولس هېلې ووژني، مګر د پوره عام ولس بې لارېتوب امکان نه لري، نو کله چې ولس خپلې غوښتنې له چارواکو سره شريکې کړي، هغوی احضار کړي، د غفلت په هکله يې وپوښتي او خپلو مسؤليتونو ته يې متوجه کړي، بيا به دولت هم تر ډېره حده اصلاح وي.

د ملي تلويزيون دغه ستر ګام به خپله د ياد تلويزيون او نورو رسنيو پاڼه واړوي، بيرته به خپل مقام ته وګرځي او له منځه تللی اهميت او اعتماد به بيرته تر لاسه کړي.

نور به رسنۍ د حاکمو چارواکو د بې ځايه صفتونو پر ځای، واقعيتونه بيانوي، د چاپلوسي پر ځای به، له هغوی څخه پوښتنې کوي، د هغوی له نيمګړتياؤ به ولس خبروي او د اصلاح لپاره به يې د ولس غوښتنې او بديلې لارې ورسره شريکوي، چارواکي به مستقيماً خپل ولس سره مخ کوي او په دې توګه به هم د دولت د اصلاح لپاره هڅې کوي او هم د ولس د بيدارولو او هيښ ساتلو.

کله چې په يو نظام کې ستونزې پيدا شي، خو داسې څوک نه وي، چې د سمولو غږ يې پورته کړي، نو نظام شړيږي او ورځ تر بلې خرابيږي او له منځه ځي، ځکه خو انتقاد د نظام د ساتلو او اصلاح لپاره ډېر مهم او حياتي ارزښت لري.

د انتقاد نشتون د نظام د زوال په معنی دی، البته هغه انتقاد چې تعميري وي، رسنۍ بايد په دې لړ کې د تعميري او تخريبي انتقادونو تفکيک هم وکړي، د خلکو داسې انتقادونو ته بايد انعکاس ورکړي، چې پر اساس يې دولت او ملت کې اصلاح رامنځ ته شي، داسې نه چې نور يې هم خپلو کې بې اعتباره او د تباهي کندې ته ور ټېل وهي.

خدای دې وکړي چې دغه ابتکار ملي تلويزيون، بيرته د مليتوب معيار ته ورسوي او نورې رسنۍ هم له يادې خپرونې څخه په الهام، داسې پروګرامونه ترتيب کړي چې د دولت او رعيت د اصلاح سبب وګرځي، هر څوک خپل مسؤليت ته متوجه شي، د پرديو د مداخلو او وظيفوي غفلت مخنيوی وکړي او په عموم کې د اسلام د مبارک دين او ګران هېواد د پرمختګ او قوت لامل وګرځي.

همداراز ټول؛ واړه او لويان دولتي چارواکي بايد په پراخه سينه يادو خپرونو ته حاضر او د رسنيو په توسط له خپل ملت سره مخامخ شي، د هغوی ستونزې په خپله واوري، ډاډ ورکړي، خپل فعاليتونه ورته بيان کړي او ولسي اعتبار تر لاسه کړي. داسې نه چې بيا تاسې هم د پخوانيو چارواکو په څېر د يو محدود شمېر چاپلوسانو په دام کې راګير ياست او ولس درڅخه هېر وي. پام! چې دغه نظام سره ادنی غفلت به مو په دنيا او آخرت سپک کړي، دا د ټولو افغانانو، بلکې ټولو دينداره مسلمانانو وروستی آرمان دی، د دغه نظام لپاره ډېرو شهيدانو قربانۍ ورکړې دي، د شهيدانو هيلو سره لوبې مه کوئ، خپل مسؤليت ته متوجه اوسئ، تر څو هم په دنيا عزتمن ياست او هم په آخرت کې سپين مخي او سرلوړي!

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!