د غني او د هغه د پلويانو تر منځ يو ژور فکري اختلاف!

س. سعيد غلجی وړمه ورځ مې د يو ملګري طنز وليد، هغه ليکلي ؤ چې زموږ ځوانانو له دوو کسانو سره ډېره سخته ناځواني وکړه. لومړی له ډاکتر نجيب سره، هغه ټول عمر دې ته وقف کړی ؤ، چې د جهاد، شهادت، جنت او د اسلام د نورو معنوي ارزښتونو، باورونو او تقدساتو نومونه عدم […]

س. سعيد غلجی
وړمه ورځ مې د يو ملګري طنز وليد، هغه ليکلي ؤ چې زموږ ځوانانو له دوو کسانو سره ډېره سخته ناځواني وکړه. لومړی له ډاکتر نجيب سره، هغه ټول عمر دې ته وقف کړی ؤ، چې د جهاد، شهادت، جنت او د اسلام د نورو معنوي ارزښتونو، باورونو او تقدساتو نومونه عدم کړي او خپله يې هيڅ باور پرې نه درلود، خو چې ومړ؛ مينوالو يې دی بېچاره خپله په «شهادت» تورن او د «زنده ياد» پر ځای يې د «شهيد» مختاړی ورکړ! او دوهمه ناځواني له ډاکتر غني سره وشوه، غني ټول عمر دې ته وقف کړ چې امريکا يې د خپلو ژمنو ملګرو په لست کې ونيسي، خو مينه والو يې دی بېچاره هم په دې تهمت ککړ کړ، چې ګواکې د امريکا جنګي پلان يې شنډ او امريکا يې ماته کړه؟!
ډاکتر نجيب د اسلام په ځانګړتياؤ باور نه درلود او هڅه يې کوله چې د اسلام پر ځای ورو ورو د مارکس او لېنين کمونيستي مفکوره دلته رايجه کړي. خو اوسني عام او ساده زړي مينه وال يې له دغې ناولې مفکوري سره قطعاً نه دي موافق، يو يې هم نه غواړي چې اسلام ختم او کمونيستي رايجه شي، خو په غير شعوري ډول د نجيب پلويان جوړ شوي. د نجيب او د پلويانو نظريات يې ډېر متفاوت دي، هغوی فقط په دې فکر په نجيب غولېدلي چې ګواکي هغه يو ښه مسلمان، آزادي غوښتونکی او په وطن مين شخص ؤ، کاش چې دوی دومره مطالعه درلودلی چې نجيب ته نه وطن ارزښت درلود او نه اسلام، فقط د خلکو د دوکه کولو لپاره يې کله نا کله يو څه ويل، نور يې يوازنی هدف دا ؤ چې دلته کمونيستي رايجه او اسلام ختم کړي! او د همدې لپاره شورويانو راوستی او حاکم کړی ؤ، که سم مسلمان او سم افغان وای، نو ايا بيا به شورويانو دی پاچا ټاکلی وای؟!
همدغه راز که د غني او د هغه د عامو پلويانو نظريات سره پرتله کړو، نو يقيناً چې ډېر ژور اختلاف او تفاوت سره لري. مينه وال يې غني په دې اتل بولي چې ګواکي غني رښتيا ازادي غوښتونکی، اتل، خود مختار، د بهرنيو مداخلو سرسخت مخالف او آن د امريکا د جنګي پلان شنډونکی او ماتونکی دی! معنی دا چې د غني پلويان هم د ازادۍ حس لري او د امريکايانو غلامي نه غواړي.
خو برعکس؛ اشرف غني بيا ټول عمر په دې هڅو کې تېر کړ چې امريکا يې د خپلو ژمنو ملګرو په لست کې ونيسي، نارې يې وهلې چې زما مقصد د نيويارک او واشنګټن په امن ساتل دي او د همدې افغان عسکرو په برکت نن په امريکا کې چاودنې نه کيږي، غني ته د افغانستان د خلکو ژوند، ارزښتونو او ګټو يوه ذره ارزښت نه درلود، تل يې همدا چيغې وهلې چې د امريکا ګټې خوندي پاتې شي، د امريکا شل کلنې لاسته راوړنې وساتل شي او بيا هم د امريکا جوړ کړی نظام دلته مستحکم پاتې شي. وړمه ورځ يې په مرکه کې ښکاره اقرار وکړ چې زموږ ټوله تکيه په امریکا وه او ډېر زيات باور مو پرې درلود.
همداراز حمدالله محب يې هم ښکاره وويل چې د کابل رژيم په سقوط کې موږ نه يو ملامت، موږ چې هر څه کړي د امریکا په مشوره مو کړي!
نو معلومه شوه چې غني او د هغه پلويان ډېر ژور فکري او نظرياتي تفاوت سره لري. غني او د هغه بانډ شپه ورځ يوه کړې وه چې د امريکا ګټې خوندي وساتي، د هغوی باور تر لاسه کړي او ورڅخه ناراضه نه شي. خو پلويان يې بيا په فطري ډول د ازادي حس لري او د امريکا غلامي نه غواړي، خو په غني دوکه شوي چې ګواکې دی هم زموږ په څېر د ازادي فکر لري، نو په غير شعوري توګه د غلامانو ملاتړ کوي.
خلاصه دا چې دغو ساده زړيو ځوانانو خپله ډله غلطه کړې، دوی چې کوم فکر لري، هغه له غني سره نشته، دوی بايد د ازادي غوښتونکو ډله وپېژني، په عمل کې يې وڅاري او ورسره يو ځای شي.
نو د غني ساده زړيو مينه والو! راشئ يو اخلاقي جرئت وکړئ، حق وپلټئ او ملاتړ يې وکړئ، تر څو به غني ته پرتوګونه ګنډئ او تر څو به د غني د بابولالو پېغورونه اورئ؟!
تېر شئ! د کفارو د غلامانو له ملاتړه تېر شئ، ستاسې او د هغوی فکر ډېر توپير لري، هغوی غلامان دي او تاسې په فطري ډول د ازادۍ حس لرئ. تاسې ته ازادي فخر ښکاري او هغوی ته غلامي. ستاسې او د هغوی نه سره کيږي، اخر به ترې بېلېږئ، هغوی د ترکستان په لاره روان دي، تاسې هسې پرې دوکه شوي ياست، اوس هم وخت لرئ، هر څومره چې ژر لاره ترې جدا کړئ، هومره ژر به خپل ضمير له پېغورونو او عذابه خلاص شئ.
راځئ نو…!
خدای مو راوله!