امیرالمؤمنین، چې زه یې پيژنم؛ شپږمه برخه «ترحم او زړه سواندي»

مهاجر فراهي ١٤٤٤/١٠/٢٩/ سپوږمیز ١٤٠٢/٢/٢٩/لمریز موږ د سیرت په کتابونو کې لوستلي وه چې راشده خلفاء (رضی الله عنهم) به دشپې له پلوه د مدینې په کوڅو کې ګرځېدل، د خلکو حال یې اخیست که به یې د ماشوم ژړا تر غوږ شوي وای حتما به یې ځان ډاډه کاوه چې هغه کومه ستونزه ده […]

مهاجر فراهي

١٤٤٤/١٠/٢٩/ سپوږمیز
١٤٠٢/٢/٢٩/لمریز

موږ د سیرت په کتابونو کې لوستلي وه چې راشده خلفاء (رضی الله عنهم) به دشپې له پلوه د مدینې په کوڅو کې ګرځېدل، د خلکو حال یې اخیست که به یې د ماشوم ژړا تر غوږ شوي وای حتما به یې ځان ډاډه کاوه چې هغه کومه ستونزه ده چې د شپې په دې تپه تیاره کې چې خاموشۍ خپل څادر پر ټولو کائناتو خپور کړی، پر ټولې ساحې چوپه چوپتیا خپره ده، خو هغه کوم لامل دی چې دا کورنۍ یې نا ارامه کړي؟ لوږه، ناروغې او که بل مشکل؟.

د سیرت په کتابونو کې د اسلام د دویم خلیفه حضرت عمر رضی الله عنه هغه واقعه ډېره مشهوره ده چې یوه شپه د معمول په څېر د شپې ناوخته د مدینې منورې په کوڅو کې د ګرځېدا په مهال متوجې کیږي چې په یوه کور کې زګېروي او ږغونه دي، نزدې کیږي، او ږغ کوي د کور څښتن هم ورته راوځي.
حضرت عمر: وروره څه مشکل دی چې کور کې دي فریاد اوریدل کیږي.
کوربه: میرمن مي د زیږون په حال کې ده.
حضرت عمر: آیا کور کې مو بله ښځمنه سته چې د قابلې وظیفه اجرا او مرسته وکړي؟.
کوربه: نه بل هیڅوک نسته همدا زما یوه میرمن ده.
حضرت عمر: تاسو انتظارسئ زه اوس په بیړه راځم.
د اسلام دویم خلیفه په بیړه د خپل کور په طرف روانیږي، په داسي حال کې چې مبارکه مېرمن یې په خواږه خوب بېده ده، له خوبه یې راپورته کوي، او ورته وایې: د یوه ماشوم د زیږېدا پر وخت چې قابله کومو شیانو ته اړتیا لري هغه ټول شیان در سره راواخله.
بي بي مبارکه یې ام کلثوم چې د حضرت علي رضی الله عنه لور ده بېله دې چې پوښتنه ځنې وکړي ټول شیان را اخلي عمر رضی الله عنه روان دی، مېرمن یې هم پسې روانه ده، په ډېر کم وخت کې هماغه کورته رارسیږي، بي بي کورته د ننه کیږي او عمر رضي الله عنه د باندي د کور د څښتن سره ورته انتظار دی، درنګ شېبه وروسته د ولادت چاري په ډېره احسنه توګه تر سره کېږي.

مېرمن یې اواز کوي امیرالمؤمنینه ! د کور څښتن ته مبارکې ورکړه هر څه په خیر او خیرت تر سره شول، دلته کوربه متوجې کیږي چې دده مرستې ته راغلی کس د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر رضی الله عنه دی، هو هاغه عمر چې له نوم نه یې کسرا او قیصر په خپلو پالنګونو کې رېږدېدل، هغه عمر چې د خپل خلافت په موده کې یې د اسلام د واک ساحې تر روم اوبیزینتین امپراتورۍ پراخې کړلې، خو هاغه عمر د مدینې په خاورېنو کوڅو کې د خپل رعیت داسي خدمت کوي چې ګویا دی رعیت او اولس یې واکمن وي.
همداشان د عمر بن عبدالعزیز او نورو خلفاوو بلها داسي حیرانوونکې واقعې زموږ په وړاندي پرتې دي چې دوی به د خپلو خلکو او اولسونو حال له بېلا بېلو لارو اخیست.

موږ هیڅکله داسي نه انګېرل چې د شر القرون په دې دور کې چې حالات چور لټ بدل شوي، او د اسلامي هیوادونو اکثر واکمنان په خپل عیش او عشرت کې ډوب دي، د چوکۍ او اقتدار نشې ټول انساني اقدار ځني سلب کړي داډېره بعیده ده چې د یوه هیواد واکمن دي د خپل د واک د محدودې په یوه لیري پرته ساحه کې د یوې مسلمانې میرمنې د ولادت د ستونزې پر مهال د شپې په تیاره کې دومره نارامه اوسي.

اصل موضوع ته راځم د غور ولایت والي ملا احمدشاه دین دوست راته کېسه وکړل چې یوه شپه په داسي حال کې چې واوره او باران هم اوریدل د غور ولایت د یوې لیري پرتې ولسوالۍ ولسوال ماته د واټساپ له لاري یو پېغام راولیږه چې پکې لیکلي وه” دلته یوه میرمن د ولادت له رنځه کړیږي، لاري ټولې بندي دي او دلته ځایې ډاکټرانو خپل پوره هڅه کړي خو ستونزه نه ده حل شوي”.

احمدشاه دین دوست وايې: ما د مرغاب د ولسوال دا لیکل شوی پېغام کټ مټ د امیرالمؤمنین دفتر ته ولیږه، لږه شېبه وروسته د امیرالمؤمنین رابط وویل: تاسو دوی ته اطمینان ورکړئ او د هرات د والي شیخ اسلام جار صاحب سره په رابطه کې اوسئ، موږ به ډېر ژر د هرات له قول اردو نه چورلکه درولیږو.
زه هم د شپې په دې تپه تیاره کې د غور لیواته راغلم چې د چورلکې راتلو ته انتطار وکړم او خپله ورسره ولاړسم ځکه کېدای سي پیلوټان نابلده وي،
دین دوست وایې د امیرالمؤمنین رابط، د هرات والي شیخ اسلام جار، د الفاروق قول اردو قومندان دا ټوله سره په جریان کې وو او دېته مو شیبې شمېرلې چې هوا لږ سمه سي او چورلکې د الوت لپاره زمېنه برابره سي.
د غور والي زیاتوي په دې وخت کې څو ځله د امیرالمؤمنین رابط اړیکه نیسي او وایې مشرتابه معلومات غواړي چې موضوع کوم ځایته ورسیدل، تر دې چې د شپې د دوولسو بجو وروسته د مرغاب ولسوال حال راکړ چې الله تعالي د ښځي مشکل حل کړ نو بیا مي د مشرتابه دفتر ته حال ورکړ چې نور ستونزه حل شوه.
ګرانه لوستونکیه! په دې عصر کې چې د یوه هیواد لومړی کس همداشان د دوو ولایتونو والیان، د قول اردو، لیوا قومندان او ولسوال وېښ پاتې کیږي او د یوه هیواد په لیري پرته سیمه کې د خپل رعیت د یوې بېچاره میرمني او مظلوم قشر د ژوند ژغورلو په پار د شپې تر ناوخته ويښ پاتې کیږي، تشویش کوي، او بار بار هڅه کوي چې ځان خبر کړي چې ستونزه حل شوي که یا؟.
نو دا څرګندیږي چې زموږ واکمن قشر د زړه له کومي غواړي چې د خپلو اسلافو په څېر د ملت له حاله ځان خبر کړي، خدمت یې وکړي او د ژوند ځواک اسباب ورته مهیا کړي.
رب العالمینه! زموږ مشرانو ته نېغه لار وښیه
د اولس د خدمت توفیق ورکړه.
آمین.