امیرالمؤمنین، چې زه یي پیژنم؛ اوومه برخه

مهاجرفراهي له ډېره وخته یې تلوسه وه چې مخامخ د خپل مشرتابه سره کښېني، د فرهنګي مبارزې په اړه دده هدایات او لارښووني واوري او ددې برخې د اهمیت له وجې د مشرتابه مستقیم حمایت له ځان سره ولري، همداشان شخصا د مشرتابه خپل نظر د دوی د ادارې د اړوندو چارو په اړه ولري. […]

مهاجرفراهي

له ډېره وخته یې تلوسه وه چې مخامخ د خپل مشرتابه سره کښېني، د فرهنګي مبارزې په اړه دده هدایات او لارښووني واوري او ددې برخې د اهمیت له وجې د مشرتابه مستقیم حمایت له ځان سره ولري، همداشان شخصا د مشرتابه خپل نظر د دوی د ادارې د اړوندو چارو په اړه ولري.
هو! دوی د هغې وړې ډلګۍ یوه برخه وه چې تېر شل کاله یې د نظامي مجاهدینو تر څنګ فرهنګې مبارزه مخته وړل او پر مطبوعاتي ډګر یې دوست او غلیم د کار اغېزمنتیا منلې وه.
بالآخره د انتظار شیبې یې پای مومي، همدا تېره شنبه د جوزا د میاشتي شلم سهار شاوخوا لس بجې د مشرتابه سره د ملاقات وخت تنظمېږي؛ ملګري د امیرالمؤمنین سره مخامخ کیږي یو په بل پسې روغبړ ورسره کوي، دومره په مېنه؛ چې فکر دې کاوه، له کلونو وروسته کوم پلار د خپل زوی سره غاړه غړۍ کیږي.
هوکې! دا امیرالمؤمنین دی، هغه چې دښمن یې په اړه پراخ تبلیغات وکړل، چې ګواکې وژل سوی او نور په دنیاکې نسته، هغه مشر چې کلونه یې اختریز فرمانونه، اصلاحي ویناوي او بېلابېل فرمانونه د همدې کسانو په زیار او زحمت چاپېدل، تکثیرېدل او دهیواد ګوټ ګوټ ته رسول کېدل.
اوس دا عالي جناب شخصیت ستاسو په مخکې تشریف لري، تاسو ته په محبت غاړه درکوي، د خپل اولاد په شان مېنه درکوي.
هو! داهغه عالیقدر امیر دی چې تاسو یې د امر د پرځای کولو په پار خپل ژوند په خطر کې اچولی وو، ملګري او د کورنۍ غړي مو شهیدان ورکړي وو، ستاسو په اذهانو کې به د ده د خونديتوب او حفاظت په اړه بلها اندېښنې تاوېدلې، خو دادی نن او همداشېبه سپینې جامې په تن، توره سنت عمامه (پګړۍ) په سر، سپېنه مبارکه ږېره، ژوندی، روغ، جوړ د پوره صحت څخه برخمن او د موسکا په حال کې ستاسو په وړاندي تشریف فرما دی.
هوکې! عزت او ذلت، ژوند او مرګ، بریا او ناکامي داد کائناتو د ستر خالق په ولکه کې دي، که داد انسانانو په ځانګړې توګه د صلیبې ټلوالي په اختیار کې وای نو هیڅکله به مو دا حالت نه وای مشاهده کړی.
زه نه پوهیږم د خپلو ملګرو احساس په کومو الفاظو تاسو ته څرګند کړم.
چې خبره را نه بلې خواته ولاړه نه سي د افغانې دود سره سم روغبړ وشو، د درې دېرش ولایتونو هر یوه رئیس ملګري په خپل نوبت ځان معرفې کړ، مشرتابه هر یوه ته جلا ځیر وو،
بیایې هم ټولو ته ښه راغلاست وویل.

بیا یې د الله تعالی حمد اوثنا وویل، پر خوږ محبوب صلی الله علیه وسلم یې درود وویل او په خپلو خبرو یې پیل وکړ.

  امیرالمؤمنین حفظه الله وفرمایل: د مجاهدینو او اولسي وګړو د بې ساره قربانیو په نتېجه کې راغلی اسلامي نظام باید وساتل شي.

هغه مجاهدین چې د اسلامي نظام د لاسته راوړلو، جاري کولو او داشغال د خاتمې لپاره يي مبارزه وکړل هغوی په خپل هدف کې واقعا کامیابه او بریالي سول؛ خو اوس ددې نظام د ساتلو، چلولو او بقا مسؤلیت موږ ته راجع کیږي موږ په یوه لوی امتحان کې راګیر یو باید پوره هڅه او کوشش وکړو چې په دې امتحان کې سالم او بریالي راووځو.
همداراز یې په نني عصر کې د مطبوعاتو د اهمیت په اړه لازمي لارښوونې وکړي.

نوربیا……