اقتصادي کنفرانس د ښې راتلونکې زېری لري…!

سليمان سعيد څو ورځې وړاندې په کابل کې (د افغانستان نوي اقتصادي پيل) تر نامه لاندې؛ يو لوی کنفرانس ترسره شو، په دغه کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ شاوخوا شپېتو هېوادونو برخه اخيستې وه. واقعاً چې د دغسې يو کنفرانس رابلل او بيا ورڅخه لويه استفاده کول، د اسلامي امارت ډېر […]

سليمان سعيد
څو ورځې وړاندې په کابل کې (د افغانستان نوي اقتصادي پيل) تر نامه لاندې؛ يو لوی کنفرانس ترسره شو، په دغه کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ شاوخوا شپېتو هېوادونو برخه اخيستې وه.
واقعاً چې د دغسې يو کنفرانس رابلل او بيا ورڅخه لويه استفاده کول، د اسلامي امارت ډېر په زړه پورې ابتکار او د پرمختګ په لور ستر ګام دی. د اسلامي امارت مسؤلينو د دغه کنفرانس له لارې نړۍ ته خپل دريځ واضح کړ، پانګونې ته يې راوبلل، پر سيمه ييزه اقتصادي همکارۍ يې بحث وکړ، د عاجل او موقت وخت لپاره يې بشري مرستو ته نړيوال وهڅول او د تلپاتې او اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ لپاره يې په بنسټيزو چارو ټينګار وکړ. او مهمه دا چې د ګردې نړۍ بشردوستي يې چلينج کړه، د هغوی له مکر، درواغو او منافقت څخه يې پرده پورده کړه او رښتيني کار ته يې وبلل.
په دغسې کړکېچنو حالاتو کې د دومره لوی شمير هېوادونو رابلل او د خپل هېواد او ملي ګټو لپاره يې هڅول د ښې راتلونکې زېری لري. د اسلامي امارت له هڅو معلوميږي چې دوی نه يوازې ځمکنۍ خپلواکۍ تر لاسه کړه، بلکې د اقتصادي خپلواکي او ځان بسياينې لپاره هم کلک عزم او کامياب پلانونه لري.
لکه څرنګه چې رئيس الوزراء ښاغلي ملا محمد حسن اخند خپله وينا کې وويل چې د هېواد د اقتصاد په برخه کې دوه ډوله اقدامات اړين دي، یو دا چې في الحال د موقت وخت لپاره عاجلې بشري مرستې وشي او دوهم دا چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره زېربنايي او بنسټيزې چارې ترسره شي.
اسلامي امارت هڅه کوي چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي مشترکاتو پر اساس روابط جوړ او پانګونې ته يې وهڅوي. دا ډېره اهمه موضوع ده، کله چې د سيمې او نړۍ هېوادونه او پانګوال دلته سرمايه ګزاري ته چمتو شي، نو له يوې خوا دا خپله زموږ د رسميت پېژندنې لپاره زمينه برابروي او له بلې خوا زموږ د هېواد په ښه او بده کې اړوند هېوادونه ښکيليږي. پخوا خو داسې ؤ چې که دلته به سرې لمبې بلېدې، سيمې او نړۍ ته يې هيڅ خطر او تاوان نه ؤ، خو اوس چې دوی سره اقتصادي مشترکات رامنځ ته کړو، په دوه اړخيزو اقتصادي ګټو يې قانع کړو او دلته سرمايه ګزاري وکړي، بيا به ياد هېوادونه زموږ موضوع کې دخيل وي، نو تر ډېره حده به د منزوي کېدو له خطر، بهرنيو فشارونو او امنيتي ستونزو محفوظ يو. او اړوند هېوادونه به هم د خپلو ګټو پر اساس زموږ زموږ پر ملاتړ مجبور وي.
په افغانستان کې اوس الحمدلله؛ سرتاسري امن دی، هر څوک کولی شي دلته په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي، هم به د پانګوالو ګټې خوندي وي، هم به موږ د اقتصادي رفاه او خودکفايي پر خوا ګامونه واخلو او هم به مو ګڼ شمېر هېوادوالو ته د هېواد په داخل کې د کار زمينه برابره شي.
موږ د معدنياتو، برېښنا او نورو خدای راکړيو امکاناتو تر څنګ، له خپله موقعيت څخه هم ډېره لویه استفاده کولی شو. زموږ هېواد د ګڼو هېوادونو تر منځ د ترانزيټ لارې جوګه دی، کولی شو له هوايي او ځمکنۍ ترانزيټ لارې څخه پرېمانه عوايد تر لاسه کړو.
په دغسې ابتدائي او نازکو حالاتو کې هم اسلامي امارت توانيدلی چې د خپلو ادارو مصارف په خپلو ملي عوايدو پر مخ يوسي، بلکې آن رغنيزې چارې يې هم جاري ساتلې دي.
حال دا چې پخوا به دغه ټول مصارف د بهرنيو هېوادونو په مرستو پوره کېدل، وجه يې دا ده چې اوس غلا، اختلاس او رشوت نشته، د اسلامي امارت مسؤلين په پوره شفافيت سره عوايد راغونډوي او اړوندو ادارو ته يې سپاري.
څو ورځې وړاندې اسلامي امارت اعلان وکړ چې نور به اقتصادي کال د جدی پر ځای، د حمل له مياشتې پيليږي، په حقيقت کې همدا د اقتصادي خپلواکۍ اعلان دی!
معنی دا چې پخوا خو به د جدي په مياشت کې اقتصادي کال شروع کېده، تر څو د نورې نړۍ د اقتصادي کال له پيل (جنوري) سره برابر راشي او هغوی يو څه چنده راوليږي، مګر اوس اسلامي امارت ثابته کړه چې همدغو کړکېچنو حالاتو کې هم له خپلو داخلي ملي عوايدو څخه خپل حکومت چلولی شي او پرديو ته سترګې نه نيسي. هر څه به په خپله کوو، د نورو برخو په څېر په اقتصادي برخه کې به هم پوره استقلال لرو او د هيچا مرستو ته به نه يو محتاج، نور به هيڅوک د يو څو پيسو په بدل کې خپل ناوړه شرايط پر موږ نه شي منلی.
الحمدلله؛ په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت پلانونه ډېر دقيق او کامياب دي او که خدای کول ډېر ژر به پر ځان بسيا او ډېره ښه راتلونکې ولرو. ولس بايد د غرب د شيطاني رسنيو له تبليغاتو او پروپاګند متأثره نشي، هغوی فقط د خلکو مايوسه کول او له کار، پانګونې او پرمختګ څخه د خلکو ايسارول غواړي.
ډاډه اوسئ٬ کله چې يو هېواد استقلال ولري او مسؤلين يې پاک او صادق اشخاص وي، هغه هېواد حتماً پرمختګ کوي، مګر د غلامۍ په حالت کې اقتصادي پرمختګ هيڅ امکان نه درلود، ځکه خو شل کاله وروسته هم دغه حال دی، څرنګه چې پردۍ مرستې بندې شوې، ټول هېواد وږی شو، دا ځکه چې د زیربنايي اقتصاد لپاره هيڅ هم نه دي شوي، هر څه مصنوعي وو. خو تر دې وروسته به د پرمختګ په لور بنسټيز ګامونه اخلو او اقتصادي استقلال به هم تر لاسه کوو!
ان شاء الله…!
وما ذلک علي الله بعزيز!