شهید امیرالمؤمنین ملااخترمحمد منصور رحمه الله د خپل ولس په غم کې

ذبیح الله مجاهد  هسې خو هم د اسلامي امارت د ټولو مسئولینو قیام، جهاد او ټولې هلې ځلې دخپل ولس د سوکالۍ، امن، ډاډ،  په شرعي چاپیریال کې د خوشحاله او د بې تکلیفه ژوند تیرولو لپاره وو  او دی. خو په دې برخه کې  وروسته له هغو چې امریکايي اشغال منځ ته راغی،خلک له […]

ذبیح الله مجاهد 

هسې خو هم د اسلامي امارت د ټولو مسئولینو قیام، جهاد او ټولې هلې ځلې دخپل ولس د سوکالۍ، امن، ډاډ،  په شرعي چاپیریال کې د خوشحاله او د بې تکلیفه ژوند تیرولو لپاره وو  او دی.

خو په دې برخه کې  وروسته له هغو چې امریکايي اشغال منځ ته راغی،خلک له  نوي ځور او تکلیف سره مخ شول او ملت په یو لوی جنګ کې ښکيل شو، شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د په نسبي او مقدور ډول د خپل ولس د آرام او سوکالۍ لپاره څو ځانګړي ګامونه واخیستل چې وسره  د ده مرحوم  له خپل ولس  سره  بې کچې مینه،  اخلاص  او ترحم  ترې جوتيږي.

په جګړو کې دعام له ولس له ژوند سره احتیاط :

شهید الحاج ملا اخترمحمد منصور رحمه الله سره له دې چې په لویه او بې موازینې جګړه کې له کفارو سره په جهادبوخت وو، د اسلامي امارت د نائب او بیا يې د امیر په توګه د نړۍ له ۴۹ هیوادونو سره   د مقابلې پيټی په اوږو پروت وو، د تمویل، تجهیز او امکاناتو په برخه کې له شدید فقر او مشکلاتو سره مخ وو، خو د خپلې عاطفې او ولسي مینې له امله اوپه دې برخه کې د مسئولیت د احساس په وجه يې  د جګړو په جریان کې د ولسي خلکو د زیان او تلفاتو د مخنیوي په اړه  ډيرې هلې ځلې او نه ستړې کیدونکي  منډې ترړې وکړې.

په جګړه کې د خلکو سر اومال ته د نه زیان اړولو لپاره يې ځانګړی او با صلاحیته اداره رامنځته کړه، دهغو دکارونو لپاره يې د طرزالعمل د جوړیدو او په عمل کې د پلي کیدو لپاره يې خورا توجه وکړه، چې الحمدلله په برکت يې  په جنګ جګړو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې کچه ترهغه بریده چې د مجاهدینو پورې يې اړه درلوده په سلو کې ۶۰ ٪ راټيټه شوه او لاهم  د مرحوم منصور صاحب پيل شوی کار ښه په اغیزمنه توګه پرمخ روان دی.

دخلکو د شکایاتو د اوریدو او رسیدګۍ  په برخه کې :

جنګ او جګړه خورا ځيږ کار وي، هلته د نرمیو او عاطفو پرځای په طبعي ډول په انسانانو غرور او سختي غالبه وي، د اسلامي امارت مجاهدین هم له دې اصل څخه مستثنی نه دي، د دې لپاره چې خدای مکړه، مجاهدین د مجاهد په لباس کې، د وسلو او امکاناتو په لرلو سره په بې دفاع عامو خلکو، او ولس باندې په انفرادي او اجتماعي ډول کوم تجاوز، ظلم او تیری ونه وکړي، شهید منصور صاحب  ورته د سمع شکایاتو په نامه اداره فعاله کړه، ترڅو دخلکو شکایتونه مخامخ ورته ورسیږي، دچا غږ بې اوریدو پاتې نشي، کوم زړه دردمن اونا امیده نشي.

دخلکو د غږ د اوریدو خبره د هر مسلمان امیر لپاره خورا مهمه وي، د اسلام په تاریخ کې هغه مشران او امیران دخپل دور غوره خلک تیرشوي دي چې د قدرت او واک په اوج کې يې  ولسونو او عامو مسلمانانوته د ذلت وزرې غوړولی وي، منصور صاحب رحمه الله همدا ډول احساس درلود، دخلکو غږ يې اورید او دهغو مشکلاتو ته يې حتی الممکن  رسیدګي  مهمه بلله او په دې لاره کې يې ډيره خواري او هڅه کوله، ماتحت مسئولین يې له خلکو سره ښه چلند ته رابلل، مجاهدینوته يې له ولس سره دنرمي کولو لارښونې کولې، د ولس د شکایاتو د اوریدو او بیا پرې غورکیدو لپاره يې زمینه مساعده کړې وه او په دې لاره کې يې هره ممکنه  لاره تعقیبوله.

په تعلیمي برخه کې:

وايي په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږي، جګړه واقعا دروند او خورا بوختونکی کار دی، خو شهید منصور صاحب رحمه الله دخپلې ولسي مینې له امله  د جګړې په منځ کې هم تر ممکنه حده د دې ولس د اولادونو لپاره د تعلیمي چاپیریال برابرولو په غم کې وو.

د تعلیم او تربيې په نامه ځانګړی او باصلاحیته کمیسیون يې ورته جوړ کړ، د وس مطابق يې امکانات ورته برابر کړل، د هیواد له پوهنتونو، مکاتبو او مدارسو سره يې د مجاهدینو اړیکې تأمین کړې، په جګړیزوسیمو کې يې هم خلکوته د تعلیم زمینه برابره کړه، مکاتبو، مدارسو لیسو او پوهنتونونو ته له نیږدې سیمو څخه يې  مجاهدین له جګړو  او نښتو منع کول.

دخلکو د اولادونو د روزنې په جریان کې يې د تشويقي پروګرامونو لارښونې وکړې، حتی د دښمن اړوند هغه ادارات  او پرسونل يې له بریدونو او مزاحمت څخه مستثنی کړل چې په تعلیمي چاپیریال کې په کار بوخت دي.

دصحت په برخه کې:

پوهیږو چې زموږ د هیواد اطرافي سیمې چې اکثریت ملت مو په کې میشت دی، د ډيرو نورو آسانتیاو ترڅنګ په صحي برخه کې هم خورا ډير مشکلات لري، منصور صاحب رحمه الله د دې مشکل د رفع لپاره څو اساسي ګامونه واخیستل.

په اکثرو هغو ساحو کې چې کلینیکونه او روغتونونه موجود وو او سیمې د مجاهدینو ترواک لاندې وي، دهغو روغتونونو دفعال ساتلو امر يې وکړ، که د امارت او مجاهدینو توان نه رسیده چې د دغو صحي مراکزو تمويل او پالنه وکړي، په صحي برخه کې فعالي ځينې نړیوالې مؤسسې يې راجلب کړي، امن يې ورته برابر کړ او ډاډ يې ورکړ ترڅو خلکو ته صحي استانتیاوې ورسوي چې اوس مهال د هیواد په مختلفو ساحو کې سلګونه دا ډول کلینیکونه فعال دي.

ورسره ورسره يې د خپل وس مطابق په ځينو ځایونو کې د امارت په لښګت دخلکو دسهولت په منظور ځينې روغتونونه له سره جوړ او په ښه کفیت مجهز کړل، ترڅو د هیواد لرې پرتې سیمې چې د روغتیا په برخه کې ډیرمشکلات لري، او د لریوالي او ناتوانیو له امله په ګڼ شمیر کې  عام خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې هغوی وکولای شي خپلو سیموته نیږدې تداوي وکړي او له روغتیا څخه برخمن شي.

په قضايي برخه کې:

بیا هم جګړه داسې شی ده چې د ډيرو کارونو د اجرا مخه نیسي،  دخلکو د منازعاتو د حل چارې ټکنۍ کوي، خو منصور صاحب رحمه الله د خپل ولس سره د همدردۍ او دهغو په وړاندې دمسئولیت د احساس له مخې يې په قضايي برخه کې ملت ته ډير څه وکړل، په داسې وخت کې چې په مقابل جانب کې دکابل ادارې قضايي چارې له پراخو امکاناتو سره سره  ټولې د رشوت، ظلم، غصب او زور زیاتي په محور څرخي چې په دې برخه کې په نړیواله سطحه هم راپورونه خپاره شوي او انديښنه ښودل شوې.

منصور صاحب رحمه الله د هیواد ټولو هغو برخو ته چې مجاهدین لاس رسی ورته لري او هلته عدالت تأمینول ممکن وو، د امارتي قضا څانګې يې ورسولې، ابتدايه، مرافعه او تمیز محاکم يې جوړ کړل او تر وسه وسه يې مجاهدین مکلف کړل چې په قضايي برخه کې د ښه شرعي عدالت د تأمین لپاره خلکوته زمینه سازي وکړي، همداسې وشول، الحمدلله په ټول هیوادکې د جهادي خدمت او جګړیز چاپیریال باوجود، په ورځ کې  د خلکو ترمنځ سلګونه شخصي او حقوقي منازعات حل کیږي، حتی دقومونو ترمنځ لویو پيښو او د کلونو مشکلاتوته د حل لارې پيدا شوې، دشریعت احکام په عدال او انصاف سره تطبیق شول، دخلکو د سر، مال، عزت، ناموس، او حيثیت څخه ساتنه وشوه او د منصور صاحب رحمه الله له برکته اوس هم هغه سلسله جریان لري او لا د تقويي او ښه کیدو په حال کې ده.

خلاصه:

امیرالمؤمنین شهید ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د خپل جهادي خدمت په جریان کې ، خصوصا هغه مهال چې دی د اسلامي امارت د امیرپه توګه ټاکل شوی وو، د جګړې له جریان او ډیرو ستونزو سره سره  د ولس د سوکالۍ او پرمختیا لپاره ډير څه هڅې کولې، له هغو سره يې د زړه له تله مینه لرله، خلک يې دالله تعالی عیال بلل، په هغوی شفقت، مهربانۍ او نرمۍ  يې د مجاهدینو دنده بلله او دامارت بریا، د جهاد دوام او د امارت د تمویل  په برخه کې يې د ولس ونډې ته يې د خورا قدر په سترګه کتل،  ځان او ټول امارت يې دخلکو  او خپل ولس د احسانونو پوروړی باله، مسئولين او مجاهدین به يې له خلکو سره نرمۍ، عاطفې، مهربانۍ، او ښو اخلاقو ته رابلل، په دې برخه کې يې ډیره  انرژي مصرفوله او دې کار لکه یو ريښتونی مسلمان امیر خورا اهمیت ورته لاره.

د مرحوم منصور صاحب رحمه الله د خدماتو او کارونو درک موږ هغه مهال ښه کولای شو چې په نړیواله اوافغاني سطحه د جګړو او جهادونو معاصر جریانونه دقیق مطالعه کړو او په ملکي برخه کې يې د اسلامي امارت له اوسني وضعیت سره حالات په تله کې واچوو.  والسلام