شهيد منصور رحمه الله ، د امارت او ملت لپاره څه وکړل ..؟!

موسی فرهاد د اسلامي او عربي نړۍ نومیالي مجاهد او د خپلواکۍ د لاري وتلي مبارز، عمرمختار ویلي: «إن الضربات التي لاتقصم ظهرك؛ تقويك» کوم ګذارونه چې دې ملا ماته نکړي؛ نوردې ځواکمن کوي .) د تاریخ له مطالعې نه څرګندیږي چې تاریخ پخپلو پاڼو کې تل هغه څیري په ښه نوم ثبت کړي دي […]

موسی فرهاد

د اسلامي او عربي نړۍ نومیالي مجاهد او د خپلواکۍ د لاري وتلي مبارز، عمرمختار ویلي: «إن الضربات التي لاتقصم ظهرك؛ تقويك» کوم ګذارونه چې دې ملا ماته نکړي؛ نوردې ځواکمن کوي .)

د تاریخ له مطالعې نه څرګندیږي چې تاریخ پخپلو پاڼو کې تل هغه څیري په ښه نوم ثبت کړي دي چې هغوی د آزادۍ د ترلاسه کولو په لاره کې له هیڅ ډول ایثاراو فداکارۍ نه ځان نه وي سپمولی.  او هغه څوک بیا د تاریخ په پاڼو کې ترټولو منحوس او بدترین وګړي ثبت شوي چا چې د خپل هیواد، خاوري، ناموس، کور او کلي په اشغال کې د یرغلګرو ملا تړلي وي.

زموږ د هیواد تاریخ له ابتداء نه تر اوسه همیشه د سختو ازمایښتونو تاریخ پاتی شوی چې پورتنۍ دوې کټګورۍ وګړي یې پخپلو پاڼو کې راته ثبت کړي او ثبتوي یې.

اوسنی جریان چې د امریکا په مشرۍ د کفري اشغال پر ضد د شهید منصور غوندي مؤمنانو جهاد ته ملا تړلي، د خپل دین، ناموس او خپلې خاورې د آزادۍ لپاره سرونه قربانوي؛ د عمرمختاررح د خبري ژوندی مصداق دی.

څومره چې دا وګړي ټکول شوي؛ همدومره پیاوړي شوي دي، حقیقت دا دی چې د دې قافلې ټولو لارویانو ښه امتحان ورکړی، ولي شهید منصورصاحب هغه څوک دی چې تر أمیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد وروسته زموږ د تاریخ یو ستر باب جوړوي.

هغه له دې امله چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې د جهادي صف د سمبالښت چاري ورله غاړي شوي، تر ده وړاندي د امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد دوه ځای ناستي یو په بل پسي اسیران او بیا یو په بندیخانه کې شهید کړل سو؛ نو د امارت ټولي چاري د امیرالمؤمنین لخوا ده ته وسپارل شوي.  په داسی حال کې چې دا مهال په هیواد کې د خارجي یرغلګرو پوځي قوت هم اوج ته رسیدلی و، تر سل زره زیات عسکر یې ځای پرځای کړي وو .

مجاهدین له نظامي، مالي، سیاسي او اجتماعي پلوه داسي ګڼل کیدل چې له یو متلاشی حالت سره مخ دي. خو منصورصاحب په ښه متانت سره د همغو سختو حالاتو او مجبورو شرایطو سره داسي مقابله وکړه چې جهادي صف یې د بل هر وخت په نسبت پیاوړی او په سیستماتیک لحاظ ښه منظم کړ.  ډېر داسی کارونه یې وکړل چې اوږدمهاله اغیزي به یې نه یوازي د امارت، بلکي د ملت پر ژوند هم پاتي وي. انشاءالله

د منصورصاحب ترټولو ستره کارنامه :

دا وه چې جهادي صف یې د ټول هیواد په سطحه په یو داسی چوکاټ کې تنظیم کړ، چې له مشرتابه تر ډېري وړې دلګۍ پوري ټول صف د یو ځنځیر غوندي سره وپیل شو، د منظمو پوځي تشکیلاتو ترڅنګ یې داسی ادارې واحدونه د کمیسونونو او کمیټیو په شکل کې رامنځ ته کړل چې هر یو یې د یو وزارت حیثیت لري او د کارونو په ترسره کولو کې هر یو پخپله محدوده کې پوره بااختیاره او باصلاحیته وي.

په دې کار سره جهادي صف په اتومات شکل ، له یو غورځنګ نه ورپورته د یو موازي حکومت بڼه غوره کړه ، چې اغیزه یې مستقیماً پر ولسي ژوند راڅرګنده شوه.

دا ځکه چې تر دې وړاندي که څه هم مجاهدین د یوه امیر په قیادت کې په جهاد بوخت ول ، د دښمن په وړاندي عملیات یې خپلسري نه وو ، مګر چونکه تحرکات یې یوازي پوځي او هغه هم په چریکي بڼه وو ؛ نو طبعي ده چې دا ډول حالت نظم او ډیسپلین څه ناڅه متاثره کوي. او هغه بیا هرو مرو د ولسي وګړو د ژوندانه چاري له ستونزو سره مخ کوي.

خو شهید منصور رحمه الله  د یو لایحوي دستور په جوړولو او بیا د هغه په عملي کولو سره په دې بریالی شو چې لومړی د مجاهدینو نظامي صفوف د زونونو، محاذونو، قطعاتو، حلقاتو، وړو او سترو دلګیو په شکل له سره تنظیم کړي ورپسي یې نور ادارې واحدونه د کمیسونونو په بڼه رامنځ ته کړل، لکه قضائی، سیاسي ، مالي ، فرهنګي ، دعوتي ، او داسي نور.  د هیواد د ټولو ولایاتو او ولسوالیو لپاره یې د نظامي مسئولینو ترڅنګ ملکي مسئولین هم وټاکل.  چې دا لړۍ تر ننه پوري د یو موازي حکومت په شکل ښه پرمخ روانه ده.

نن یې موږ او تاسو وینو چې زیاتره وخت غربي مطبوعات او د کابل په ادارې کې دننه ځیني حلقې په دې اعتراف کوي چې اتیا فیصده ولس خپل ټول حقوقي او ورځني مسائل د کابل د رشوت خوره حکومت پرځای د طالبانو محاکمو او نورو ادارو ته راجع کوي. ځکه چې د طالبانو له نظام نه یې د انصاف او د مسائلو د رښتیني حل توقع وي ، نه د کابل د فاسد رژیم نه.

کله چې د امارت ټول جهادي صفوف په یو چوکاټ کې په عملي بڼه منسجم کړای شول ، نو سمدستي یې اثرات د مجاهدینو پر بریا او د ولسي خلکو پر ژوندانه راڅرګند شول. همدا لامل دی چې نن په ملي او نړیواله کچه اسلامي امارت ته د یو خپلواک، منظم، باصلاحیته او د افغانستان د نماینده نظام په حیث کتل کیږي.

چې دا ټول د شهید منصور رحمه الله د ابتکار او زیار پایله او د نوموړي هغه کارنامه ده چې له امله یې نن امارت او ملت دواړه د بریا تر پولي رسیدلي ښکاري. ان شاء الله