د شهيد منصور رحمه الله ځانګړنې او لوړ اخلاقي معيارونه

 هلته چې امارت تحريک و او بيا هلته چې تحريک امارت شو شهيد قائد له هغو مشرانو څخه وو چې د اسلامي امارت د پيل له کلونو څخه بيا تر صليبي سپيره يرغل او له هغه را وروسته زيات کلونه يې په خپل هيواد کې پرلپسې ډول له داسې چيلنجوونکو، سختو ستونزو او ربړو سره […]

 هلته چې امارت تحريک و او بيا هلته چې تحريک امارت شو

شهيد قائد له هغو مشرانو څخه وو چې د اسلامي امارت د پيل له کلونو څخه بيا تر صليبي سپيره يرغل او له هغه را وروسته زيات کلونه يې په خپل هيواد کې پرلپسې ډول له داسې چيلنجوونکو، سختو ستونزو او ربړو سره مقابله وکړه،چې هغه ته يې د ډېرو اولوالعزمه قائدينو په فهرست کې  ځای ورکړ،ميدان يې خوشې نکړ… نوموړي له حالاتو سره د مقابلې کولو يو ځانګړی مهارت او هنر درلود.

   هغه يو متحرک او خوځند شخصيت و، له رکود او جمود څخه يې بد راتلل،هغه خپله مبارزه او قرباني تر يوه محدود زمان او ځانګړي مسئوليت پورې نه وه منحصر کړي،هغه که د افغانستان د ټولو هوايي ځواکونو عمومي قومندان، د هوايي چلند او توريزم وزير او د ملا محمدعمر مجاهد خاص معتمد او مشاور،  که د رهبري شوری غړی، بيا د اسلامي امارت نائب او بيا اميرالمؤمنين و، او که يو مهال د کندهار ولايت جهادي مسئول و)چې دا مسئوليت نسبتاً پورتنيو مسئوليتونو ته وړوکی و ( نو په دې ټولو اوږدو او امتحاني پړاوونو کې يې په پوره ايمانداري،اخلاص او د ذمه واري له احساسه سره د جهادي چارو دپرمختګ او د اسلامي نظام لپاره هلې-ځلې کولې  او  په ډېر اخلاص خپله اسلامي مبارزه پر مخ بېوله…

شهيد منصوررحمه الله له يو شمېر هغوکسانو څخه نه وو،چې د امريکايي استکبار له يرغل وروسته يې د اسلامي امارت په ځينو اقداماتو او پاليسيو بې ځايه او بې وخته اعتراضونه کول او ځانونه يې په مصئونو سوړو ننيوستل،چې له رسنيو سره په څرګندونو کې يې د خپلو ځانو او اولادونو د تحفظ په خاطر هسې معميات ويل او تورييې يې کولې، غوښتل یې خپل ځانونه په دا راز کړنو سره دښمنانو ته يو څه ورنږدې وښيې،لکه چې دا کمزوري کسان په خپلو تېرو مبارزو  او قربانيو پښېمانه وي،خو دمنصوررحمه الله   د سياست په ډکشنرۍ( قاموس) کې په دې تاوجنو حالاتو کې هم د ناکامي  او مايوسي لغت  ونه موندل شو.

  • هغه د اميرالمؤمنين ملامحمدعمررحمه الله  په غياب او د هغه له وفات وروسته هم د اسلامي امارت سياسي او هم نظامي پاليسي په داسې کاميابه ډول وساتله،چې چاته تر ۲کلونو وروسته هم دا درک ونه لګېده،او داسې خلاء يې احساس نه کړه چې ګويا ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله   وفات  دی…طالبانو ته دا فرق نه محسوسيده چې آيا د امارت رهبري د ملامحمدعمرمجاهد په لاس کې ده او که د منصورصاحب.
  • شهيد امير په ډېرو سختو بحراني حالاتو، په ځانګړي ډول د ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله   له وفات وروسته کلونو کې له داسې سختو چيلنجونو او ننګونو سره په نره او مېړانه مقابله وکړه،چې د اوسپنې چيچلو ته ورته وه…
  • شهيد منصوررحمه الله  چې کله د اسلامي امارت نائب اميرالمؤمنين و،نو  اسلامي امارت په سياسي ډګر کې ډېرپرمختګ درلود،چې په قطر کې د طالبانو د دفتر خلاصيدل او بيا له ګوانتنامو زندان څخه د طالبانو د پنځو  هغو مهمو زندانيانو چې ۱۳کلونه يې د امريکا په جهنمي وحشي زندان کې تير کړې ول… د امريکايي اسير (بوبرګډال) سره په تبادله کې راخلاصيدل او   د امريکايانو له خوا  اسلامي امارت ته د مذاکراتو لپاره وړاندېزکول… دا ټول د شهيد منصوررحمه الله    هغه ابتکارونه او لاسته راوړنې وې چې د اسلامي امارت بېړۍ يې د نجات ساحل ته نوره هم نږدې کړه او اسلامي امارت  ورسره په نړيواله کچه په سياسي ډګر کې يو ځل بيا د يوه مطرح قوت په حيث تبارز وکړ…                                                   
  • شهيد منصور رحمه الله  د کار اهل او نااهل کسان ډېر ښه سره پيږندل، ويل کېږي چې د سلطان محمود غزنويرحمه الله    د واکمني پر مهال د غزني ښار ته په سلګونو غلامان د ځرڅولو لپاره وړاندې کيدل،چې د چا به يو غلام خوښيده  او د چا بل، خو د سلطان محمود غزنوي جوهرشناس نظر په ټولو غلامان کې حضرت آياز رح خوښ او انتخاب کړ…
  • شهيد منصور-رحمه الله   خبرو  او سالمو مشورو ته به يې ښه غوږ نيوه، خپله يې خبرې يې لږ کولې خو له نورو يې ډېرې اورېدلې.  
  • هغه رحمه الله  د اسلامي امارت د ډېرو مخورو او برجسته څېرو په موجوديت  کې بيا  هم وکړای شول)په خپل خدای ورکړي استعداد سره(  ځان ملامحمدعمر مجاهد ته دومره ډېر نږدې کړي ،چې مشرملاصيب ورباندې د ژوندند تر پايه پوره باور او اعتماد درلود او شهيد منصور بيا د خپل ژوند  تر پايه په همدې باور کې تېر کړل او دا باور يې وساتلی شو،چې دا صفت په ډېرو لږو خلکو کې موندل کېږي                                                                                                   
  • عام خلک، نړيوال، د اسلامي امارت مجاهدين او په ځانګړي ډول د اسلام دښمنان په دې فکر ول،چې اسلامي امارته به يوازې د ملامحمدعمر مجاهد تر ژوند پورې متحد او مضبوط وي،خو که دا سړی شهيد يا وفات شي نو بيا به په طالبانو کې بل داسې څوک پيدا نه شي چې د هغه خلاء ډکه کړای شي،بلکې طالبان به په بل امير په داسې متحدانه او مخلصانه ډول راټول نه شي، خو –الحمدلله- د دې حدس او ټولو اټکلونو پرخلاف د اسلامي امارت مشران او کشران،نظاميان او سياسيان او دبهرنيو مجاهدينو مشرانو هم ورسره په زيات اکثريت سره بيعتونه وکړل.
  • شهيد منصور رحمه الله  د ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله   په څېر  امارت او مشرتوب د خپل ځان لپاره نه و غوښتې،بلکې په دې ټاکنه خوابدی او ناراضه و او د بيعت لپاره يې) دمولانا نورمحمد ثاقب په وينا( لاسونه تخرګو کې ننويستلې  او لاسونه د بيعت کولو لپاره نه وړاندې کول او ژړل يې،لکه چې ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله    له  اميرالمؤمنين ټاکل کېدلو وروسته ژړل تر دې چې خپل د اوږې څادر يې په اوښکو لوند کړی و…
  • شهيد منصوررحمه الله  هم د ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله   په څېر امارت د خپل ځان،زامنو او وروڼو لپاره ميراثي نه ګڼلو او نه يې په دې اړه کوم وصيت او سپارښتنه کړې وه…
  • له اميرالمؤمنن ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله  سره شهيد منصورصيب  نږدي اړېکې  او اعتماد درلود  تر دې چې مشر ملاصاحب به کله-کله منصورصيب  ته د کندهار هوايي ډګر ته د ځينو مشورو په اړه هم راتلو…
  • زما ورسره چې ړومبی پيږندګلوي او کتنه وشوه  نو هغه رحمه الله   راته له ډېرو  ښو صفاتو او کمالاتو ډک شخصيت  وبرېښېده-  هغه د ملګرو تر منځ په خپل تعامل کې بې توپېره چلند کاوه…   
  • هغه رحمه الله سخاوتمندانه طبيعت او له لو لويو لويو دندو سره سره متواضع شخصيت،خندان مخ،وېړه ټنده،بشاشت اوظريفانه طبيعت درلود…
  • اسلام او اسلامي امارت ته هغه ډېر وفادار و دا راز له ملګرو سره هم وفادار و،ملګري يې نه هېرول…
  • هغه رحمه الله  ځينې داسې بارز لوړ صفات،اخلاقي نمونې،مينه ناک تعامل درلود  چې  له ده پرته په نورو مشرانو کې  د ده په پرتله لږ ليدل کېده…
  • هغه لکه څنګه چې له عملي او اعتقادي نفاق څخه بري و،همداسې يې له سياسي منافقت او دووه مخېتوب څخه هم بد وړل او ورته قائل نه و.
  • شهيد منصوررحمه الله  بزدلي او جُبن نه پیږندل او هغه مداهن سياستمدار هم نه و…
  • شهيد منصور رحمه الله  لکه څنګه چې په ژوند مسلمانانو ته څومره محبوب و،همداراز له شهادت وروسته يې هم خپل محبوبيت او کرامت ښکاره کړ،چې بيلګه يې  د هغه  په  مبارک روح پسې د مسلمانانو  خيراتونه، د قرآن عظيم الشان ختمونه،دعاګانې او دغمرازۍ او تسليت ډېر-ډېر پيغامونه د رهبري شوری او د ده د کورنۍ په نوم ليږل وو …
  • لکه څنګه چې د ملا محمدعمرمجاهدرحمه الله  له وفات وروسته،  شهيد منصور په قاطع اکثريت سره په متفقه ډول اميرالمؤمنين  وټاکل شو،همداشان د شهيد منصور رحمه الله    له شهادت وروسته نوی اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده -حفظه الله- هم ډېر ژر په همدې ډول سره اميرالمؤنين وټاکل شو…
  • چې نوموړی په سياست،علميت،فقاهت او پوهه کې ښه نيک شهرت لري او  د اسلامي امارت په مخکينۍ دوره کې يې لويي دندې درلولي چې مشرملاصاحب پرې دومره اعتماد درلود چې په يوه مهال يې  دووه مهمې دندې ورته سپارلي وې چې هغه د ننګرهار والي کيدل او په کابل کې د  وزيرانو د شوری  د مرستيالي دندې وې.
  • شهيد منصور رحمه الله  د اسلامي امارت له هغو باصلاحيته،باکفايته او بااعتماده مشرانو څخه و چې په يوه مهال کې هم د سياسي او هم د نظامي پوهې او وړتيا څښتن و،چې ملا محمدعمرمجاهدرحمه الله   ورته څو مهمې دندې څو مسلسل کلونه  تر پايه ورسپارلې وې،چې هغه عبارت دی له: د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قومندان) چې دا د دفاع وزارت د مرستيالي دنده هم ده( د هوايي چلند او توريزم وزير، د ملا محمدعمرمجاهدرحمه الله   خاص مشاور او معتمد او بيا دهغه نائب کېدل. دا ټولې هغه مهمې دندې وې چې منصورصيب څو مسلسل کلونه سرته ورسولې او ملا محمدعمرمجاهدرحمه الله     په  منصورصيب  داسې اعتماد درلود چې منصور صيب به په شپه او ورځ چې هر وخت غوښتل نو له مشر ملا صيب سره  يې ليدلی شول.
  • د افغانستان په ټولو هوايی ډګرونو کې چې پخوانيو حکومتونو جوماتونه، نه وجوړ کړې خو منصورصيب د خپل مسئوليت پرمهال په هر هواي ډګر کې يو-يوښکلی جامع جومات او ورسره په ځينو هوايي ډګرونو کې د حافظانو لپاره دارالحفاظونه هم جکړ کړې وو.
  • هغه ډېر سخي انسان و که له يوې خوا يې په بيت المال کې خيانت نه کاوه نو له بل پلوه يې محافظه کارې او داسې سپما هم نه کوله چې ځان مشرملاصيب ته پرې وفادار او امين وښيې،هغه ډېرو بې وسه مجاهدينو ته د واده کولو د لګښتونو لپاره هم روپۍ ورکولې…
  • له ده څخه ملا محمدعمرمجاهدرحمه الله  زيات خوښ و…
  • متواضع او عاجزانه مزاج يې درلود،هغه که په هر منصب او چوکۍ فائز و خو طبيعت او خصلت يې لکه د مدرسې د مهال د يو طالب په څېر و.
  • ظرافت،بشاشت او خوشطبعي يې په طبيعت کې پرته وه،تر دې چې په طالبې او اسلامي امارت کې د لوړو منصبونو سره –سره بياهم له خپلو نږدې ملګرو سره دګپو او مطايبې بنډارونه کول،عجيب په خوندور انداز به یې خندل.
  • سياست او واکمنې له هغه څخه خپل اصلي متواضع مزاج او نور ښه خصلتونه سلب نه کړای شول. ويل کېږي: ((دووه شيان دې چې په سړي د نه کړلو چارې کوي يو عشق او بل سياست دی)).
  • منصورصاحب څه خپل نيک خصلتونه او مثبت کردارونه درلودل،چې ما وليکل او بل د ملا محمدعمرمجاهدرحمه الله  نږدې ملګرتيا، ښه باور او تقرب هم د هغه د شخصيت په روزنه کې پوره ونډه درلوده، او د بېلا بېلو مهمو مسئوليتونو په دوران او داراز د اسلام  د دښمنانو  د هغه لور ته په توجه کولو سره او د هغه رح د مبارزې د مخنيوې په لړ کې بېلابېلو ستونزو او عکس العملونو هم د هغه شخصيت ته تبارز او د کمالاتو پر لور وده  او ارتقاورکړه،یعنې د هغه له خپلو کمالاتو او معنوياتو سربېره،  دحالاتو سره د مقابلې په لړ کې یې هم ډېرې وړتياوې تر لاسه کړې،چې په يوه شخص کې د دومره کمالاتو رايوځای کېدل ډېر لږ موندل کېږي،نو منصورصيب ته په دې اړه جامع الکمالين ويلی شو ،چې يو يې خپل کمالات و او بل هغه کمالات چې له ملا محمدعمرمجاهدرحمه الله   څخه يې کسب کړې وو.     
  • هغه د قدرت، منصب،روپيو،موټرو او نورو مادياتو شوق نه درلود…
  • ما (ليکوال) د خپل علم او معلوماتو له مخې له چا څخه نه دې اوريدلې چې شهيد منصور صيب دپورتنيو درنو او مهمو منصبونو او د اميرالمؤمنن کېدلو صلاحيت او وړتيا نلري.
  • هغه ته خدای جل جلاله د طالبې،جهاد ،هجرت،اسارت،سخاوت، دحاجې کيدلو،غازي کيدلو او بالاخر د شهادت وياړ هم ور په برخه کړ.
  • شهيد منصور د مجاهدينو کميت ته نه کتل،بلکې د بېلابېلو دندو پر مهال يې ملګرو ته ذهنې او مفکوروي درسونه او تربيت هم ورکاوه او داسې ځوانان يې وروزل
  • منصور صیبرحمه الله  په داسې عالي اوصافو او قیادي صلاحیتونو موصوف و،چې تابه فکر کاو، چې دې سړي به د اسلامي امارت له دورې ور آخوا هم د ژوند زیاته برخه په اداري ، سیاسي او نظامي کارونو کې تېره کړې وي.
  • هغه رحمه الله  د خپلو دندو په لړ کې د طالبانو له  واکمني څخه پخوا د مخکینيو حکومتونو له لوړ رتبه او  ټیټ رتبه مامورینو سره هم ښه چلند اورویه کوله.
  • د خپلو ټولو دندو پر مهال له په بېلا بېلو ولایتونو کې د خپل کار او مسئولیت په ساحو کې په پوره نظارت او څارنه سره بې خوفه ګرځیدو،په وضعه به ژر مسلط او په  خپل مسؤلیت به ډېر ژر پوهیده،محافظه کار او رياکار نه و… هغه په خپلو کړو، وړو کې رښتينۍ و او له درووغو يې کرکه کوله، هغه امين و له خيانت او خائن انسان څخه يې بد راتلل،هغه  د عهد او معاهدې ډېره پابندې کوله او له وعده خلاف او عهدشکنو انسانانو يې بد وړل…
  • هغه رحمه الله  څوک د امکان ترحده نه خوابدې کول، داتصور هم نه کیده چې د خپل ولایت او د بل ولایت د مجاهدينو دې په امتیازاتو کې توپیر وکړي.
  • د هغهرحمه الله  په شخصیت،کړو- وړو،ناسته-ولاړه کې به چاهم دانه وي درک کړي چې هغه به د خپل منصب له امله ځان په نورو فوق ګڼلی وي او یاد ې ځان د ټولنې له خلکو ورک کړی وي، بلکې هغه ځان په ټولنه کې ورک کړی و…
  • خو ددې ټولو کمالاتو سره سره یې په عامو غونډو کې ویناوې ډېرې لږ کولې.
  • له چا سره یې دمنصبونو او اختیاراتو ترلاسه کولو په لړ کې کله هم کومه شخړه،مخاصمه، مشاجره او مقابله نده کړې.
  • هغهرحمه الله  به په اول ځل ملاقات د سړي زړه ته لاره وکړه،چې بیا به دې نه هېریده.
  • دژوند ترپایه يې خپل شرعي او ملي لباس په تن کاوه.. ۴۳-هغهرحمه الله  منصبونه چاته په تحفه ،رشوت،اوله چا څخه د خطر د احساس د مخنیوي په خاطر نه ویشل…
  • هغهرحمه الله  په یتیمانو،معیوبینو،کونډو او عامو بې وزلو مسلمانو خلکو ډېر مشفق او پرې ځوریده ،چې ددې شفقت یوه نمونه یې چې کله دی د ملا محمد عمر مجاهدرحمه الله   نائب و، نو هلته یې په یوه کال کې له ۴۰۰۰ زیاتو یتیمانو معیوبینو،کونډو شهیدانونو او دهغوی وارثانو ته د پام وړ کافي کفالتونه پیدا او کومکونه ورکړل…
  • د ملا محمد عمر مجاهدرحمه الله  په زامنو،وروڼو او خپلوانو مهربانه او ورته وفادارو،داراز یې د پخواني جهادي اتل مولوي جلال الدین حقانی ـحفظه الله- او هم د جهادي او علمي شخصيت  شهيد مولوي نصرالله منصور  په کورنۍ او زامنو هم ځانګړی لورينه درلوده.
  • د خبرو او خطاب طرز یې ډېر عام فهمه، جالب، بې آزاره اودلنشین و،تر دې چې منصوررحمه الله په وروستي وخت کې د ځينو هغو مخالفینو لپاره هم د راپخلا کولو،د خدمت د زمنېې مساعدولو او له مخالفت لاس اخستلو توصیه اوښه کلمات کارول،چې هغوی به په دهرحمه الله  پسې ناوړه تبلیغات او افتراوې کولې…
  • دملا محمد عمر مجاهدرحمه الله له لوري منصور رحمه الله  ته ورکړل شوې دندې د چا د سفارش، واسطو او د هغهرحمه الله  د ښې چالاکي له امله نه وي بلکې داټول ددهرحمه الله  خپل ذاتي کمالات وه چې خدای جل جلاله پرې لورولي و.
  • هغه رحمه الله  ته ورسپارل شوې بېلا بېلې دندې او مسئولیتونه خپل حق نه ګڼل، بلکې د یوي ذمه وارې په حیث يې قبول کړي و.
  • هغهرحمه الله دځان د مخته کولو او مطرح کولو لپاره هیڅ وخت مشر ملا صیبرحمه الله   ته کوم وړاندیز یا اشاره نه ده کړې او نه یې د بل د لرې کولو لپاره د چا شکایت مشر ملا صاحب ته کاوه، غیبت، بهتان، درواغ د قدرت لالچ  یې نه خپله خوښیدل او یی بل ته  خوښول.
  • د نړۍ د سترو شيطانانو: اوباما او جانکېري د منصور صيب شهادت د خپل ځان لپاره هغوی په خپل فکر د ځان لپاره يوه لويه لاسته راوړنه وبلله، چې دې څخه هم د منصوررحمه الله  د لوړ شخصيت او دا چې هغه د صليبيانولپاره يو بل ملامحمدعمرمجاهد و،پوره څرګندونه کېږي؛ځکه چې دښمنان د هر چا په مرګ دومره خوښې نه څرګندوي.
  • -خدای جل جلاله ورته د ا مريکايانوپه لاس دشهادت مرګ ور نصيب کړ،هغه له اولې ورځې چې د اسلامي نظام د راوستلو او په هيواد کې د مفسدو عناصرو د له منځ وړلو  لپاره د قربانۍ ميدان ته راوتلی و نو له هغې ورځې شهادت د ژوند يوازې ارزو او لوړه هيله وه چې همداسې خدای جل جلاله    خپلې هيلې او ارزو ته ورساوو…

د اسلام دښمنانو د داسې جامعو صفاتو څښتن شخصیت کله په مسلمانانو لوریده،نو یې له ډېرو هلو ځلو او شیطاني کړيو له استخدامولو  وروسته د اسلام په دغه عظیم سالار هوایي بریدوکړ او هغه یې د ۱۴۳۷هق کال د شعبان د میاشتې په۱۴مه  نېټه د شهادت لوړ مقام  ته ورسا وه.

روح يې يې ښاد او لارويان يې همداسې باثباته او خپلو موخو ته ژمن اوسه!                          

     انالله وانا الیه راجعون