دا اختر  او هاغه منصور …!

اجمل خلیل: د جوزا د میاشتۍ لومړۍ نېټه هغه ورځ ده چې یو د شهادت تږی امیر پکې د شهادت په جام اوبه شو. څلور کلونه وړاندي په دغه ورځ یو خاموش ریګستان د منصور صاحب د میني ننداره کوي، په خپله سینه د ابدي سعادت راز او حقیقي مینه ویني. دلته یو امیرالمؤمنین د […]

اجمل خلیل:

د جوزا د میاشتۍ لومړۍ نېټه هغه ورځ ده چې یو د شهادت تږی امیر پکې د شهادت په جام اوبه شو. څلور کلونه وړاندي په دغه ورځ یو خاموش ریګستان د منصور صاحب د میني ننداره کوي، په خپله سینه د ابدي سعادت راز او حقیقي مینه ویني.

دلته یو امیرالمؤمنین د خپل جهادي سفر په مهال د کافرانو د الوتکو تر څار او برید لاندي راځي او امیرالمؤمنین خپل امانت روح حقیقي مالک ته په داسي توګه سپاري چې ځان د پتنګ غوندي د جهاد په ډیوه ایره ایره کوي..

هغه امیرالمؤمنین و؛ خو د خدای دلاري سرتېری و، د خپل زعیم مرحوم ملامحمد عمر مجاهد غوندي یواځي و ، حفاظتي ګارد او قصر یې نه درلود، هغه ددې په ځای چې ځوانان د ده ساتنه وکړي، دې ته ترجیح ورکوله چې ځوانان باید د معرکو صفونه پوره وساتي، ځکه د سرتېرو ځایونه د قصرونو په ځای د جګړې لومړۍ کرښي وي.

هوکې! د منصور صاحب یواځيتوب د حق او باطل تر منځ هغه توپیر دي چې د اسلام له صدر نه پیلیږي، راشد خلیفه عمر فاروق رضی الله عنه د روم او فارس امپراطورۍ دړي وړي کړې وې او نوم یې دومره رعب درلود چې د دې وخت د عصرې ټیکنالوژي هیڅ خطر هم دومره رعب نلري، خو هغه رضی الله عنه به د یو عادي کس غوندي یواځي د خپل رعیت حال اخیست او د ارام کولو لپاره به د کومي وني سیوري ته ارام ویده و..

چاته چې د نورو تر ژوند خپل ژوند اهمیت ولري هغه د قصرونو او ساتونکو لیوال وي، اسلامي لوی لوی خلافتونه هغه وخت له زوال سره مخ شول چې واکمنو یې د ځان لپاره قصرونه غوره کړل او سرتېري یې د اسلامي حدودو د ساتني په ځای په قصرونو روږدي شول.

د الله توره خالد بن ولید رضی الله عنه د الله تعالی د سرتیرو بندګانو په اړه وایي چې دوی داسي خلک دي چې تر ژوند په مرګ مین دي. دا ځکه چې الله تعالی له هغوی سره د لویو اجرونو وعدي کړي دي.

الحمدلله زموږ مشرانو د اشغال په وړاندي په روان جهاد کې همدا تعریف پر ځانونو صادق کړی دی، دوی د ژوند په پرتله په شهادت او قربانۍ مین انسانان دي او په دغه صف کې  مشرتوب د ارامتیا او راحت نوم نه دی بلکې تر ټولو لویي قربانۍ ته د راوړاندي کېدلو په معنا لري.

په دغه لاره کې لوی ملاصاحب د قربانۍ داسي اساس کېښود چې د ټولي نړۍ مفکرینو یې تصور نه کاوه.

شهید منصور صاحب د قربانۍ هغه بېلګه ده چې اهل باطل یې د خپل وجود په ټول تاریخ کې مثال نشي وړاندي کولای، دا ممکنه نه ده چې د باطل د صف مخکښ دي یواځي مبارزې ته وړاندي شي او ځان دي خپلې داعیې ته نذرانه کړي..

سږ کال په موږ باندي اختر داسي وخت راګرځي چې موږ پکې د منصور صاحب تقبله الله تلین لمانځو ، دا اختر هغه منصور په ابدي خوب ویده چا چې موږ ته امارت داسي پرېښود چې هر ګام یې د هغه د قربانۍ له امله اخترونه لري…!

هغه تقبله الله د امارت هغې کښتۍ ته نجات ورکړ چې د حالاتو له طوفاني څپو سره مخ وه او نړۍ یې د غرقېدلو خوبونه لیدل.

هغه د مجاهدینو تر منځ د اخوت په اړیکو هغه مهال ټینګار کاوه چې نړۍ په خپل ټول قوت د هغو په غوڅولو لګیا وه. د هغه تقبله الله پیغام دا و چې : هیڅ مجاهد ورور دي بل ورور پردی نه بولي، یو د بل په وړاندې دي بد الفاظ نه کاروي او نه دي غلط ګومانونه ورباندې کوي، نه دي داسي چا ته په کم نظر ګوري څوک چي پنځه ورځي په فاصله کې پاته شوی وي، بلکي د هغه د لازیاتي خوشحالۍ او نزدیکت کوښښ دي وشي اوله ذهن څخه دې يې دلیري والي تصور وايستل شي.

شهید منصورصاحب د عزم  او ثبات منار او سرتېری قائد و.

◉ کله چې نوموړی د ملاصاحب نائب وټاکل شو دغه کال د اشغالګرو تر ټولو د زور ازمویني کال و خو د هغه رهبري د دي لامل شوه چې ترټولو کلونو اشغالګرو ته په همدې کال کې ډېر تلفات واوښتل.

◉ کله چې نوموړي منتخب زعیم شو، نو د دښمن د لسم ریاست او شاهین قول اردو غوندي مهمو ځالو نقشې یې له منځه یووړې، د دغه برید د یوه طراح په وینا په لسم ریاست کې د بهرنیو مشاورینو په ګډون تر ۴۰۰ تنو پوري استخباراتي کارمندانو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه راز په شاهین قول اردو کې تر ۲۶۰ زیات عسکر چې ډیری یې کمانډویان و له منځه ولاړل.

◉نژدې هره ورځ په بیلابیلو ولایتونو کې د اشغالګرو کتارونه له استشهادي بریدونو سره مخ کېدل اوتلفات وراوښتل.

◉ جګړې تهاجمي بڼه هم خپله کړه چې له امله یې د کندز ښار ونیول شو، د ۹ ولایتونو مرکزونه محاصره شول، په شمالي ولایتونو کې جهادي عملیات ګړندي شول، د بدخشان، تخار، بغلان ګڼي ولسوالۍ فتحه شوې او په سرپل  کې د دښمن ګڼي پوستې ونیول شوې، د کندهار او روزګان ترمنځ په سلګونو پوستې ټولي شوې، په هلمند کې ګڼي ولسوالۍ فتحه شوې او په زابل کې د داعشي فتنې رېښه غوڅه شوه او داسي نور…!

هو منصور صاحب د الله تعالی دلاري یو سرتېری، خو داسي قائد و چې امارت یې له درزونو وژغوره او ښکېلاک او د هغو مزدرانو ته یې عملا سورة التوبه تفسیر کړ…!

الله تعالی دي زموږ په شهيد امیرالمؤمنین بې پایه رحمتونه نازل کړي…!