د اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمیسیون لخوا د تسلیت او بیعت اعلان(ږغیز)

د اسلامي امارت فرهنګي چاروکمیسیون مشرتابه دخپلو ټولو مسئولینو، غړو، کارکونکو او اړوندانو په نماینده ګي د شهید امیرالمؤمنین ملااخترمحمد منصور (رحمه الله) د ویاړمن شهادت په اړه د امیرالمؤمنین درنې کورنۍ، دافغانستان مسلمان ولس، ټول اسلامي امت، په سنګر کې ناستو مجاهدینو اود اسلامي امارت نوی زعامت او ټولو مخلصو مسلمانانو ته د زړه […]

د اسلامي امارت فرهنګي چاروکمیسیون مشرتابه دخپلو ټولو مسئولینو، غړو، کارکونکو او اړوندانو په نماینده ګي د شهید امیرالمؤمنین ملااخترمحمد منصور (رحمه الله) د ویاړمن شهادت په اړه د امیرالمؤمنین درنې کورنۍ، دافغانستان مسلمان ولس، ټول اسلامي امت، په سنګر کې ناستو مجاهدینو اود اسلامي امارت نوی زعامت او ټولو مخلصو مسلمانانو ته د زړه له کومې تسلیت وايي، الله تعالی دې د منصور صاحب شهادت قبول او منظور کړي، کورنۍ او ټولو خواخوږو ته دې يې صبرجمیل او اجر جزیل ورپه نصیب کړي.

همداراز د فرهنګي کمیسیون مشرتابه، دخپلو ټولومسئولینو، کارکونکو او ټول کاري پرسونل په نمايندګۍ د اسلامي امارت له نوی زعيم امیرالمؤمنین شیخ الحديث مولوي هبت الله اخندزاده صاحب سره دالله په کتاب او د نبي کریم صلي الله په سنتو، دخلفای راشدینو په تګ لاره او د اهل السنة والجماعة د منهج له مخې په ټولو معروف کارونو،په خوښۍ او سختۍ کې په سمع او طاعت سره بیعت کوي، اخندزاده صاحب اومرستیالانوته له الله تعالی څخه توفيق غواړي او دخپلې هر راز همکارۍ او فرماندارۍ اطمنان ورکوي. والله على مانقول وكيل
د اسلامي امارت دفرهنګي چارو کمیسیون

 د فرهنګي کمیسیون په نمایندګي ږغیز پیغام