د دعوت، ارشاد، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د ټولو رئیسانو اداري ناسته ترسره شوه

پرون یکشنبه د لړم په یوویشتمه د دعوت؛ ارشاد؛ امر بالمعروف؛ نهی عن المنکر او سمع شکایات وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) په سرپرستي د ټولو رئیسانو اداري ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې شیخ صاحب ټول رئیسان وهڅول چې خپلو کارونو ته متوجه شي او د دوی د کارونو ارزونه یې هم وکړله. […]

پرون یکشنبه د لړم په یوویشتمه د دعوت؛ ارشاد؛ امر بالمعروف؛ نهی عن المنکر او سمع شکایات وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) په سرپرستي د ټولو رئیسانو اداري ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې شیخ صاحب ټول رئیسان وهڅول چې خپلو کارونو ته متوجه شي او د دوی د کارونو ارزونه یې هم وکړله.

همدا راز په دغه ناسته کې د کابل د ټولو حوزو لپاره د محتسبینو په تشکیل هم خبرې وشوې چې تر ډیره حده پورې یې تشکیل نهایي شو او زر به په خپل فعالیت کار شروع کړي.

د دې ترڅنګ د وزارت په دننه تشکیل یې هم خبرې وکړې او ټول رئیسان یې وپوهول چې خالي بستونو ته په عاجله توګه وړ او اهل کسان ور معرفي کړي.