نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په وحشي دښمن د زړورو مجاهدینو د کاري بریدونو په دوام وړمه ورځ مازديګر د پکتیکا ولایت یحی خیلو ولسوالۍ کې د اولس ضد جنایت په موخه راوتلو ګوډاګیانو باندې وسله وال برید ترسره شو، د راپور له مخې دغه برید کې د شیرمحمد ( بګوړ ) په نوم د شریرو اربکیانو عمومي قومندان او […]
په وحشي دښمن د زړورو مجاهدینو د کاري بریدونو په دوام وړمه ورځ مازديګر د پکتیکا ولایت یحی خیلو ولسوالۍ کې د اولس ضد جنایت په موخه راوتلو ګوډاګیانو باندې وسله وال برید ترسره شو، د راپور له مخې دغه برید کې د شیرمحمد ( بګوړ ) په نوم د شریرو اربکیانو عمومي قومندان او ۲ ساتونکي یې ځای پر ځای وژل شوي دي.
پاته دي نه وي چې وژل شوی ګوډاګی له تېرو شاوخوا لسو کلونو راپه دېخوا د اربکیانو په لیکو کې پیژندل شوی جنایت کار او د سیمې په کچه یې ګڼو وژنو او اولس ضد وحشتونو کې لاس درلود، چې بالاخره د نورو په څېر هغه هم د اتلوالو مجاهدینو په لاس د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسول شو.
د یو بل خبر له مخې نن غرمه د یادې ولسوالۍ په منجانو سمیه کې د مزدوري ادارې د ماین خنثی کولو په ټیم د ماین چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې د محمد عمر په نوم د یاد ټیم مشر وژل شوي او ۳ نور ګوډاګیان ژوبل شوي دي.
2021/6/25
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.