نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد وایي، د قاچاقبرانو پر وړاندې یې مبارزه جدي ده او په دغه برخه کې هیڅ مراعت نه کوي. هغه وویل، نږدې څو ورځو کې د اسلامي امارت مجاهدینو له خوا د قاچاقو او د قاچاقبرانو سره د همکارۍ په تور پنځه تنه نیول شوي او هم د […]
د کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد وایي، د قاچاقبرانو پر وړاندې یې مبارزه جدي ده او په دغه برخه کې هیڅ مراعت نه کوي. هغه وویل، نږدې څو ورځو کې د اسلامي امارت مجاهدینو له خوا د قاچاقو او د قاچاقبرانو سره د همکارۍ په تور پنځه تنه نیول شوي او هم د تالاشیو په مهال د امنیتي مسوولینو له خوا د قاچاقبرانو هغه خاص تکتیکونه برملا شوي، چې قاچاقبرانو پرې د دغه ولایت قاچاقي لرګي لېږدول. کونړ والي وویل د قاچاقبرانو سره د مبارزې په برخه کې په موجوده لاسته راوړنو خوښ دی او په جدیت به ادامه ورکړي. نوموړي د لرګیو قاچاقو مخنیوي په برخه کې د ا.ا مسوولینو د قاطعت ښودلو ترڅنګ له خلکو هم وغوښتل چې د ملي شتمنیو حفاظت په لاره خپل مسوولیت ادا او د ځنګل وهلو او قاچاقو مخنیوي په برخه کې له اسلامي امارت مجاهدینو سره همکاري وکړي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.