کنړ کې د کابل ادارې ۷ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

د هیواد د نورو ولایتونو په څېر کنړ کې هم د کابل رژیم د عسکرو، پولیسو او اربکیانو د وسلو کېښودلو او مجاهدینو سره د یو ځای کېدلو لړۍ روانه ده. پرون د یاد ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د کابل ادارې ۷ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه […]

د هیواد د نورو ولایتونو په څېر کنړ کې هم د کابل رژیم د عسکرو، پولیسو او اربکیانو د وسلو کېښودلو او مجاهدینو سره د یو ځای کېدلو لړۍ روانه ده.

پرون د یاد ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د کابل ادارې ۷ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې شهرت یې په لاندې ډول دی:

١:شاھد اللہ ولد ګلاب، د چپې درې ولسوالۍ نګاه کلي اوسیدونکی.

٢: ګل داد خان ولد عبد اللہ، د چپې درې ولسوالۍ نګاه کلي اوسیدونکی.

٣: ضیاؤ الحق ولد حساب خان

٤: جمیل الحق ولد حساب خان، د اسمار ولسوالۍ کارغه کارین کلي اوسیدونکی

٥: نجیب اللہ ولد حضرت ګل، د اسمارو ولسوالۍ د اغذباغ اوسیدونکی

٦: حمید اللہ ولد ګل زمین ، د وټپور ولسوالۍ د کټار کلي اوسیدونکی

٧: ذاکر ولد میرویس، د وټپوري ولسوالۍ اوسیدونکی

دوی ټولو د دعوت او ارشاد کمیسیون له مسؤلینو سره جګړې ته د بیا نه ورګرزېدو ژمنه کړې او په همدې اساس تر تاوده هرکلي وروسته بیرته ازاد ژوند ته سوق کړل شوي دي.

‏2021‏/6‏/21