نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو د کونړ والي د هڅو قدرداني ترڅنګ ولایتي ادارې ته په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ. د کتنو پرمهال د الکوزي قوم او دمکلي قومي شورا استازو د ا.ا څخه د خپل بشپړ ملاتړ څرګندولو سربېره فقر سره د مبارزې او بشري مرستو راجلبولو […]
د مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو د کونړ والي د هڅو قدرداني ترڅنګ ولایتي ادارې ته په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ.
د کتنو پرمهال د الکوزي قوم او دمکلي قومي شورا استازو د ا.ا څخه د خپل بشپړ ملاتړ څرګندولو سربېره فقر سره د مبارزې او بشري مرستو راجلبولو په برخه کې د ولایتي ادارې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کونړ والي شیخ محمد قاسم خالد وویل، د ا.ا م ج ا. هدینو د ولس له غېږ مبارزه شروع کړې او دغه فتحه مبین د افغانانو ګډ افتخار دی.
هغه وویل، دین او د ولس عمومي منافع یې لومړیتوب دی، هڅه کوي چې د خلکو شریعي حقوق خوندي او په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
همدا راز کونړ والي په امنیتي برخو کې د قومونو ونډه مهمه یاده کړه او ترې ویې غوښتل چې په خپلو سیمو کې د بشپړ امنیت تامین په لاره کې له امنیتي مسوولینو سره همکارۍ پراخه کړي.
24/10/2021
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.