کندهار کي له ۲۸۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وسوه

  د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه له غریبو کورنیو، معلولینو او سوال کوونکو ښځینه او نارینه وو سره د مرستي کولو په موخه جوړ سوي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ د ۲۸۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وکړه، چي په خوراکي توکو کي اوړه او غوړي شامل […]

 

د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه له غریبو کورنیو، معلولینو او سوال کوونکو ښځینه او نارینه وو سره د مرستي کولو په موخه جوړ سوي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ د ۲۸۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وکړه، چي په خوراکي توکو کي اوړه او غوړي شامل وه.

ددې کمېسیون مشر مولوي کامل وویل، دا کمېسیون د ا،ا،امارت له راتګ سره سم د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه جوړ سوی، چي په خبره ئې تر ډېره د دوی د مرستو اصلي موخه سوال کوونکو نارینه او ښځینه وو ته مرسته رسول دي، ترڅو د سړک پر غاړه له سوال کولو څخه راوګرځي.

د مولوي کامل په خبره، په دې پروسه کي ئې داځلي له ۲۸۰ سوال کوونکو، معلولو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وکړه، چي د خپلو خبرو په وروستیو کي ئې وویل، له اړمنو کورنیو سره ددې کمېسیون مرستي به راتلونکي کي هم دوام ولري او په خپلو خبرو کي ئې پر سوداګرو، پانګه‌والو او بهرنیو موسسو ږغ وکړ، ترڅو له دې کمېسیون سره مرسته وکړي، چي بیا دوی دا مرستي تر اړمنو کورنیو پوري په شفاف ډول ورسوي.

مرسته ترلاسه کوونکو لومړی له کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي دوی ته ځانګړې پاملرنه لري او د ټاکل سوي کمېسیون له لاري ورسره هره میاشت مرسته کوي. دوی په خپلو خبرو کي وویل، پخوا ئې سوال کاوه، خو له کله چي ددې کمېسیون له لاري ورسره مرستي کیږي، نو له سوال کولو څخه ئې لاس اخیستی دئ.

چهارشنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۶