کندهار کي د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۰۰ مسلکي پولیس فارغ سول

  د شنبې په ورځ د کندهار اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۰۰ مسلکي پولیس تر یوې میاشتنۍ زده‌کړي وروسته فارغ سول، چي د شنبې په ورځ ئې د فراغت ځانګړي مراسم وه او پکښي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک، د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود، د کندهار […]

 

د شنبې په ورځ د کندهار اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۰۰ مسلکي پولیس تر یوې میاشتنۍ زده‌کړي وروسته فارغ سول، چي د شنبې په ورځ ئې د فراغت ځانګړي مراسم وه او پکښي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک، د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود، د کندهار د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب او د کندهار د ګڼو نورو نظامي ادارو د مسئولینو ترڅنګ د یوشمېر ګاونډیو ولایتونو نظامي مسئولینو هم ګډون کړی وو.

یاده غونډه کي د اسلامي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز مسئولینو وویل، فارغ سوي پولیسو ته د جنايي جرمونو، حقوقي مسائیلو او ګڼو نورو مهمو برخو کي ورته زده‌کړي ورکول سوې، چ تر فراغت وروسته به په سویل لوېدیځه حوزه کي په مهمو امنیتي مرکزونو کي په دندو وګمارل سي.

وروستیو کي فارغ سویو پولیسو ګڼ شمېر نمایشات هم نندارې ته وړاندي کړل.

شنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۳