کندهار والي د نظامي بندیانو حال له نژدې واخیست او ورسره یې نغدي مرسته وکړه

  د شنبې په ورځ ماپښين کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د نظامي محکمې اړوند نظامي محبس ته ولاړ او هلته یې د نظامي بندیانو حال له نژدې واخیست او ددې ترڅنګ یې د کوچني اختر د راتګ په موخه ورسره نغدي مرسته هم وکړه، چي پرمهال یې د نظامي محکمې قاضي مولوي عبدالهادي همت […]

 

د شنبې په ورځ ماپښين کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د نظامي محکمې اړوند نظامي محبس ته ولاړ او هلته یې د نظامي بندیانو حال له نژدې واخیست او ددې ترڅنګ یې د کوچني اختر د راتګ په موخه ورسره نغدي مرسته هم وکړه، چي پرمهال یې د نظامي محکمې قاضي مولوي عبدالهادي همت او د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول هم حضور درلود.

په پيل کي کندهار والي د ټولو نظامي بندیانو څخه د دوسیو ترڅنګ د اوسېدو ځای، خوراک، څښاک او نورو اړینو برخو کي حال یو په یو وپوښت او وروسته یې په خپلو خبرو کي وویل، کلونه ـ کلونه د همدې لپاره مبارزه وسوه، ترڅو په افغانستان کي فاسد نظام له منځه ولاړ سي او یو شرعي نظام حاکم سي، چي اوس هدف ته رسېدلې یو، نو باید لومړی دا شرعي نظام پر خپلو ځانونو او بیا وروسته پر عامو خلګو تطبیق کړو.

همدا راز یادو نظامي بندیانو په یوشمېر برخو کي لرلي ستونزي له کندهار والي سره شریکي کړې، چي کندهار والي یادو ټولو بندیانو ته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ او زیاته یې کړه، چي ستونزو ته به یې ژر تر ژره سیده‌ګي وکړي.

وروستیو کي کندهار والي د نظامي محبس د ټولو برخو او نظامي محکمې څخه هم لیدنه وکړه.

شنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۹