کندهار والي د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو، علمائ کرامو، سوداګرو، سپين‌ږیرو، قومي مشرانو، خبریالانو او مجاهدینو ته د روژه مات مېلمستیا وکړه

  د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کښي د کندهار د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو، علماوو، سوداګرو، سپین‌ږیرو، قومي مشرانو، خبریالانو او ګڼ شمېر مجاهدینو ته د ۲۶م روژه مات په موخه د سلګونه خلګو مېلمستیا وکړه، چي د نظامي ادارو مسئولین د ۲۰۵ البدر قول اُردو قومندان قاري […]

 

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کښي د کندهار د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو، علماوو، سوداګرو، سپین‌ږیرو، قومي مشرانو، خبریالانو او ګڼ شمېر مجاهدینو ته د ۲۶م روژه مات په موخه د سلګونه خلګو مېلمستیا وکړه، چي د نظامي ادارو مسئولین د ۲۰۵ البدر قول اُردو قومندان قاري مهر‌الله حماد، د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود، د کندهار د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب، جنوب کي د هوايي ځواک مسئول مولوي فتح‌الله منصور او نور شامل وه.

تر روژه مات مخکي ټولو په ګډه د روژې مبارکي میاشتي له پيله د قران کریم ژباړه، چي هره ورځ د ماپښین تر لمانځه وروسته به کېده او د کندهار والي ترڅنګ د ولایت مقام د ټولو ادارو مسئولینو، مامورینو، کارکونکو او ساتونکو به پکښي ګډون کاوه، نن د دُعا په ویلو سره پای ته ورسوله.

کندهار والي د روژه مات پرمهال د ټولو ملکي او نظامي ادارو له مسئولینو، علماوو، سوداګرو، سپین‌ږیرو، قومي مشرانو، خبریالانو او ګڼ شمېر راغلیو مجاهدینو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي بلنه یې ومنله او ورڅخه یې وغوښتل، ترڅو د دې نظام د دوام او ساتلو په موخه همداسي متحد اوسي.

چهارشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۶