کندز مرکز کې پوسته فتحه، ټانک او رینجر سوځول شوي، ۱۳ عسکر مړه او ژوبل شول

تیره شپه ۲ بجې د کندز ولایت مرکز اړوند کندز او خان اباد پرعمومي سړک باغ ميري سیمه کې مجاهدینو د مزدوروعسکرو پر پوسته عملیات ترسره کړل، چې ترسهاره یې دوام درلود. په جګړه کې مجاهدینو پوسته فتحه کړې، ۱ ټانک، ۱ رینجر پکې سوځول شوي، ۵ مزدور عسکر وژل شوي او ۷ تنه نور […]

تیره شپه ۲ بجې د کندز ولایت مرکز اړوند کندز او خان اباد پرعمومي سړک باغ ميري سیمه کې مجاهدینو د مزدوروعسکرو پر پوسته عملیات ترسره کړل، چې ترسهاره یې دوام درلود. په جګړه کې مجاهدینو پوسته فتحه کړې، ۱ ټانک، ۱ رینجر پکې سوځول شوي، ۵ مزدور عسکر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

همداراز په یاد عمومي سړک د لودینو او چرخاب په پوستوهم د مجاهدینو لخوا بریدونه ترسره شوي چې لا تر اوسه یې د سر اومال زیان په اړه باوري معلومات ندي ترلاسه شوي.

 17/11/2018