کندز: د پاکو اوبو رسولو سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د یونیسیف ادارې په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې له خوا د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په یتیم کلي کې د پاکو اوبو رسولو سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. یاده شبکه د سولر پمپ سیستم پواسطه […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د یونیسیف ادارې په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې له خوا د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په یتیم کلي کې د پاکو اوبو رسولو سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. یاده شبکه د سولر پمپ سیستم پواسطه د (40) متري مکعب ذخیرې جوړول، 90 متره په ژوروالي سره د څاه کیندل او د (218) نلکو (شیردهنونو) کور په کور نښلولو سره د (9393714) افغانیو بودیجې په لرلو سره یې چارې بشپړې شوې. د یادونې وړ ده چې د یادې شبکې په بشپړیدو سره (393) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.