کندز: د نویو زیږیدلو ماشومانو وارد یا (ICU) پرانیستل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)نن چهارشنبه د نویو زیږونونو ماشومانو وارډ یا ICU په رسمي ډول د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله ساحل لخوا په داسې حال کې حوزوي روغتون کې پرانیستل شو، چې د یاد روغتون آمر ډاکټر محمد نعیم منګل او د دغه روغتون متخصصینو حضور درلود. له یاد ولایت څخه په […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)نن چهارشنبه د نویو زیږونونو ماشومانو وارډ یا ICU په رسمي ډول د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله ساحل لخوا په داسې حال کې حوزوي روغتون کې پرانیستل شو، چې د یاد روغتون آمر ډاکټر محمد نعیم منګل او د دغه روغتون متخصصینو حضور درلود.

له یاد ولایت څخه په یوه بل خبر کې ویل شوي دي چې د خان‌آباد ولسوالۍ کې د «شو» مؤسسې لخوا پر ۲۳۹ اړمنو کورنيو باندې صحي کېتونه ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې دغه کورنۍ د یادې مؤسسې له لورې مستحقې او وړ بلل شوې وې چې نن د خان‌آباد ولسوالۍ چارواکو په شتون کې ورسره مرسته ووېشل شوه.