‏‏کاپیسا: د کار په بدل کې خوراکي توکي د دوو پروژو کار جریان لري

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د کاپيسا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست پراختیايي او ټولنیز نظارتي ټیم د یاد ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه پراختیايي شوراګانو اړوند د پچغان عمومي سړک د جغل اچولو او ترمیم، د اوبو د کانالونو د پاکولو د پروژې د کار له بهیر څخه (د کار په بدل کې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د کاپيسا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست پراختیايي او ټولنیز نظارتي ټیم د یاد ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه پراختیايي شوراګانو اړوند د پچغان عمومي سړک د جغل اچولو او ترمیم، د اوبو د کانالونو د پاکولو د پروژې د کار له بهیر څخه (د کار په بدل کې خوراکي توکي پروګرام) چې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (HEERO) مؤسسې له خوا پلي کیږي، نظارت ترسره کړ.