کاپیسا: حصه اول کې د برق ۱۵۰ پایې ولګولې شوې

له کاپیسا څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې د کاساپروژي د کار په دوام د کاپیسا په حصه اول ولسوالۍ کې د ۹.۶ ملیونه افغانیو په لګښت ۱۵۰ د بریښنا ستنې ودرول شوې. د کاپیسا د برېښنا ریاست د سر پرست په وینا په دې سره به د ډېرو سیمو خلک د برېښنا له […]

له کاپیسا څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې د کاساپروژي د کار په دوام د کاپیسا په حصه اول ولسوالۍ کې د ۹.۶ ملیونه افغانیو په لګښت ۱۵۰ د بریښنا ستنې ودرول شوې. د کاپیسا د برېښنا ریاست د سر پرست په وینا په دې سره به د ډېرو سیمو خلک د برېښنا له نعمت څخه برخمن شوي او په پلان کې ده چې ۳۵۰ ستنې نوري هم ودرولې شي.

دغه رنګه د یاد ولایت والي محمد ادریس والي چې کوشش کوي دغه ډول نور خدمتونه هم ترسره او خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

6 ربیع الاول 1443