کابل: موټر او وسله نیوله شوې، د غلو لټون روان دی

تېره شپه ۹:۳۰ بجې د کابل ولایت نهمي امنیتي حوزې اړوند د یکه توت په نامه سیمه کې یوه کورته غله اوښتي ول، د سیمي خلګو له حوزې سره رابطه وکړه چې د سیمیز کنترول د مجاهدینو له لورې پرې عملیات ترسره شول. د راپور له مخې  غله تښتیدلي دي خو د پیښي په تړاو […]

تېره شپه ۹:۳۰ بجې د کابل ولایت نهمي امنیتي حوزې اړوند د یکه توت په نامه سیمه کې یوه کورته غله اوښتي ول، د سیمي خلګو له حوزې سره رابطه وکړه چې د سیمیز کنترول د مجاهدینو له لورې پرې عملیات ترسره شول.
د راپور له مخې  غله تښتیدلي دي خو د پیښي په تړاو اوه تنه مشکوک کسان نیول شوي دي چې اوس ترې تحقیقات روان دي، په یاده پېښه کې یو د تورو شیشو والا رینجر موټر او یوه تفنګچه هم په سیمه کې د مجاهدینو لاس ته لوېدلي دي.