نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کابل ولايت د تعليم او تربيې د رئيس له طرفه د وزبين د رود په جامع مسجد کې جوړه شوې وه چې د ولسوالۍ مدير هم په کې ګډون درلوده په ياده غونډه کې د څلورو ليسو، دوو متوسطو او يو ابتدائيه ښوونځيو پرسونل ګډون کړی وو. غونډه له معمول سره سم د کلام […]
د کابل ولايت د تعليم او تربيې د رئيس له طرفه د وزبين د رود په جامع مسجد کې جوړه شوې وه چې د ولسوالۍ مدير هم په کې ګډون درلوده په ياده غونډه کې د څلورو ليسو، دوو متوسطو او يو ابتدائيه ښوونځيو پرسونل ګډون کړی وو.
غونډه له معمول سره سم د کلام الله په څو مبارکو آياتونو سره پیل شوه، د غونډې په جریان کې د ولايتي رئيس له لوري د تعلیم په برخه کې ارزښتناکه وينا وشوه او د مکاتبو پرسونل خپلو مسٶليتونو ته متوجه کړل شول، هغه لارښوونې چې د تعلیم او تربیې مسئول لازمې وګڼلې په لاندې توګه ذکر کیږي.
۱- استاذان بايد خپل سيرت او صورت کاملا په شرعي طريقې سره برابر کړي، همدا راز شاګردان هم دې خبرې ته پوره متوجه کړي.
۲- د خيالي غير حاضر شاګردانو او استاذانو په اړوند مديرانو ته لازمه لارښوونه وشوه.
۳- استاذان بايد شاګردان په اسلامي عقيده باندې لازما برابر کړي دغه همدا ډول دديني مضامينو د لوستلو تر څنګ مسنونه دعاګانې ور زده کړي او د شاګردانو آدابو اخلاقو ته پوره توجه وکړي.
همدا ډول د معلمانو ستونزې شکايات هم په خپل نوبت سره په غور واورېدلی شوې، چې د حل کولو لپاره يې لازم تصميم په نظر کې ونيول شو، دغه رنګه د يک شنبې په ورځ هم يومجلس د يخ دند د ليسې د قومي سپين ږيرو سره په ياده ليسه کې تر سره شو، چې د يادې ليسې مربوطه ستونزو باندې مفصلې خبرې وشوې او قومي شورا خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل شول.
تر څو د شاګردانو يا استاذانو د غير حاضرۍ په وخت کې خپل مسئوليت ادا کړي او د ولسوالۍ د مدير سره په رابطه کې شي. ۲۰۲۱/۶/۱۹
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.