کابل : د طبي زبالو د تنظيم کمېټې غونډه وکړه

  د سلواغې ۲۴مه/ کابل د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ د طبي پاتې شونو د تنظیم کمېټې د سلواغې په ۲۴مه نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې څلورمه نوبتي غونډه وکړه چې پکې د اړندو ادارو استازو ګډون کړی وو. په […]

 

د سلواغې ۲۴مه/ کابل

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ د طبي پاتې شونو د تنظیم کمېټې د سلواغې په ۲۴مه نېټه د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې څلورمه نوبتي غونډه وکړه چې پکې د اړندو ادارو استازو ګډون کړی وو.

په پیل کې ښاغلي صدیقي د ګډونوالو هرکلی وکړ او ویې ویل چې له فتحې وروسته په تېرو شپږو میاشتو کې طبي زبالې چې پخوا ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو د طبي پاتې شونو د راټولولو له شخصي شرکتونو سره قرارداد کړی وو او وخت پر وخت یې راټولولې، یا د هغوی او یا خپله د روغتونونو لخوا په انسنراټورونو کې سوځول کېدې؛ اوس دغه چاره درېدلې او هېوادوالو ته یې ډیرې ستونزې پیدا کړې دي؛ نو موږ ته پکار ده چې دا فعالیتونه بیا پیل او خپلې غونډې په منظم ډول تر سره کړو.

ورپسې د دې ادارې د کنټرول او تفتیش رئیس انجینر نېک محمد د طبي زبالو د تنظيم کمېټې د فعالیت په هکله ګډونوالو ته لنډ معلومات ورکړل او ویې ویل: یادې کمېټې له فتحې وړاندې ۱۹۲ خصوصي روغتونونه اړ کړي وو چې خپلې خطرناکې طبي زبالې (د طبي زبالو د لیږد) شخصي شرکتونو ته ورکړي؛ ترڅو په انسنراټورونو کې وسوځول شي او همدا راز دولتي روغتونونه هم اړ ول چې خپلې طبي زبالې باید په انسنراټورونو کې وسوځوي؛ خو له بده مرغه اوس طبي زبالې له ښاري زبالو سره ګډیږي چې دا د هېوادوالو روغتیایي ساتنې ته خطرناکه ستونزې زیږوي چې یادې موضوع ته باید د حکومت له خوا جدي پاملرنه وشي.

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ساتنې رئیس حسن غلامي هم د روغتونونو په مسوولینو نیوکه وکړه چې طبي زبالې له ښاري زبالو سره ګډوي چې دا خطرناکې ستونزې زیږوي.

په غونډه کې د طبي زبالو د تنظيم په هکله هر اړخیز بحث وشو او لاندې پرېکړې وشوې:
1- د طبي زبالو د مدیریت موضوع باید حل شي.
2- د کمېټې د غړو تر منځ باید همغږي پیاوړې شي.
3- په مرکز او ولایتونو کې باید د طبي زبالو نظارت جدي شي.
4- د کمېټې غړي باید د ګزک سیمې، طبي زبالو د راټولولو شرکتونو او څو روغتونونو څخه لیدنه وکړي او راپور یې رسما له اړوندو ادارو سره شریک شي.