پکتیکا: یحی خیلو کې پوسته فتحه،۴ ټانکونه تخریب، ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

 د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې نن سهار د پکتیکا ولایت یحی خیلو ولسوالۍ اړوند ګوډلو سیمه کې شریرو اربکیانو پوسته تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي. د راپور له مخې دغه پوسته له ډېره وخته د مجاهدینو تر کلکې محاصرې او بریدونو لاندې وه، چې بالاخره د مجاهدینو لاسته ولوېده. دغه رنګه […]

 د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې نن سهار د پکتیکا ولایت یحی خیلو ولسوالۍ اړوند ګوډلو سیمه کې شریرو اربکیانو پوسته تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي. د راپور له مخې دغه پوسته له ډېره وخته د مجاهدینو تر کلکې محاصرې او بریدونو لاندې وه، چې بالاخره د مجاهدینو لاسته ولوېده. دغه رنګه د ولسوالۍ په ودانۍ او دفاعي پوستو هم د ایس پي جي ۹ په مټ برید شوی، چې له کبله یې دښمن ته تلفات اوښتي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ګوډلو سیمه د مجاهدینو د پرله پسې بریدونو په نتېجه کې د دښمن له وجود څخه پاکه، کلټن کلي ته د دښمن د داخلیدو په غبرګون کې د مجاهدینو د بریدونو په نتېجه کې ۳ ټانکونه تخریب شوي او دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پرون مازدیګر هم مجاهدینو د دغې ولسوالۍ اړوند یحی خیل کلي ته څېرمه د مزدور دښمن ۱ ټانک د هشتاد دو په مټ ویشتلی، په برید کې ټانک تخریب شوی، پکې سپاره ګوډاګیان وژل شوي دي.

همداراز پرون سهار یاد کلي ته څېرمه د مزدوري اردو په اکمالاتي قوه وسله وال برید کې هم دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د کره شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

له بلې خوا پرون سهار د ارګون ولسوالۍ اړوند ترمیري سیمه کې د دښمن په پوسته د لیزري ټوپکو په مټ عملیات ترسره شوي، چې پر مهال یې ۱ مزدور پولیس وژل شوی او ۱ ژوبل شوی دی.

‏2021‏/8‏/12