پکتیکا: ګومل کې ۳ ټانګونه، ۲ رینجر ویجاړ،  د  ۲ قومندانانو په ګډون ۲۴ عسکر مړه اوټپيان شول

د منصوری عملیاتو د ګړندي جریان په ترڅ کې تیره ورځ مازدیګر مهال د پکتیکاولایت ګومل ولسوالۍ اړوند ښنګله سیمه کې د مزدور دښمن د سپیشل فور  عسکرو په کاروان د اسلامي امارت مجاهدینو د ځای په ځای شویو ماینونو په وسیله ۵  چاودني ترسره کړې. یاد کاروان هڅه کوله، ترڅو د ولسوالۍ مرکز ته […]

د منصوری عملیاتو د ګړندي جریان په ترڅ کې تیره ورځ مازدیګر مهال د پکتیکاولایت ګومل ولسوالۍ اړوند ښنګله سیمه کې د مزدور دښمن د سپیشل فور  عسکرو په کاروان د اسلامي امارت مجاهدینو د ځای په ځای شویو ماینونو په وسیله ۵  چاودني ترسره کړې.

یاد کاروان هڅه کوله، ترڅو د ولسوالۍ مرکز ته چې له تیرو څو ورځو راهیسي د مجاهدینو ترکلکي محاصر او بریدونو لاندي دی، اکمالات ورسوي.

د معلوماتو له مخي  په چاودنو کې د دښمن ۳ ټانګونه  او ۲ عرادې رینجر  موټر په ټولیزه توګه ویجاړشول.

دغه راز د سپیشل فورس عسکرو د قومندان (غلام) په ګډون ۱۱ تنه عسکر ووژل شول او د قومندان (رازمحمد) په شمول ۱۳ تنه نور ټپيان شول.

په خبرکې ویل شوي، دښمن  له دې وړاندي هم څو ځلي هڅه کړي وه، ترڅو ولسوالۍ ته اکمالات ورسوي، خو د درنو تلفاتو په لیدلو سره بیرته  شاتګ ته اړشوی دی.

2017/8/19