پکتیکا: ګومل کې ۲ ټانګونه ویجاړ، د قومندان په ګډون ۱۵ عسکر مړه او ټپیان شول

له پکتیکاولایت څخه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي، نن غرمه مهال د یاد  ولایت ګومل ولسوالۍ اړوند ښنګله سیمه کې د مزدورو عسکرو په کاروان د اسلامي امارت  مجاهدینو د ایښول شویو ماینونو په مټ چاودني او بریدونه ترسره کړل. دغه کاروان  هڅه کوله د ولسوالۍ مرکز ته چې لاله وړاندي د مجاهدینو ترکلکي […]

له پکتیکاولایت څخه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي، نن غرمه مهال د یاد  ولایت ګومل ولسوالۍ اړوند ښنګله سیمه کې د مزدورو عسکرو په کاروان د اسلامي امارت  مجاهدینو د ایښول شویو ماینونو په مټ چاودني او بریدونه ترسره کړل.

دغه کاروان  هڅه کوله د ولسوالۍ مرکز ته چې لاله وړاندي د مجاهدینو ترکلکي محاصرې لاندي  دی، اکمالات ورسوي.

د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس په چاودنو او بریدونو کې ۲ ټانګونه په ټولیزه توګه ویجاړشول.

دغه راز ۵ تنه عسکر ووژل شول، ۳ نور ټپيان دي.

په خبرکې ویل شوي، دښمن د تلفاتو په لیدلو سره بیرته خپل مسیر پریښود او په ډیر وارخطاحالت کې  په شاو تښتید.

همدارنګه له یادي ولسوالۍ څخه په یوه جلا خبر کې ویل شوي، چې پرون مازدیګر مهال په پلیو تیریدونکو عسکرو د مجاهدینو له لوري د ښخ شوي ماین په مټ چاودنه وشوه.

چاودنه د یادي ولسوالۍ اړوند بندر سیمه کې رامنځته شوه.

معلومات ښیي په  چاودنه کې د مهم قومندان (عبدالجلیل) په ګډون ۳ تنه عسکر ووژل شول، ۴ نور ټپيان دي.

2017/8/17