پکتیکا کې ۶۰ تنه مجاهدین له دوو میاشتنیو نظامي او مسلکي زده کړو فارغ شول.

د پکتیکا ولایت مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو ۶۰ تنه مجاهدین له دوو میاشتنیو نظامي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول او نن یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل. له نظامي او مسلکي زده کړو څخه د مجاهدینو د فراغت غونډې په دغو مراسمو کې د پکتیکا سرپرست والي مولوي محب الله حماس، امنیه […]

د پکتیکا ولایت مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو ۶۰ تنه مجاهدین له دوو میاشتنیو نظامي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول او نن یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
له نظامي او مسلکي زده کړو څخه د مجاهدینو د فراغت غونډې په دغو مراسمو کې د پکتیکا سرپرست والي مولوي محب الله حماس، امنیه قوماندان الحاج مولوي عبدالقیوم هلال د یادو زده کړو مسؤلینو او د نورو امنیتي ادارو استازو برخه لرله.
د پکتیکا سرپرست والي د یادو مراسمو پر مهال وویل: ستاسو مسؤلیتونه وروسته له دې ورځ تربلې زیاتېږي او تاسو باید په سم ډول د خپلو ولسونو چوپړ وکړئ.
حماس وویل: ولایتي اداره او په ټوله کې ټول اسلامي نظام مو تر څنګ ولاړ دی او ستاسو لپاره به هر ډول وسایل، تجهیزات او نور اړین توکي برابره وي څو په سم ډول د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع او ساتنه وکړای شئ.
نوموړي زیاته کړه، چې له دې وروسته به خپله شپه او ورځ خوب نه کوئ خو ولسونو ته به د ارام خوب زمینه برابروئ.
د نظامي او مسلکي زده کړو ښوونکي مولوي زیاته کړه، د دې ولایت بېلا بېلو سیمو مجاهدینو ته یې دوه میاشتې مسلکي او نظامي زده کړې ورکړې چې مجاهدین یې په جنګي او تکتیکي زده کړو سمبال کړل او وروسته له دې به د هېواد له خاورې او ولسونو ساتنه کوي.
بل لور ته بیا زده کړه کوونکي مجاهدین زیات خوشحال دي چې مسلکي او نظامي زده کړې یې په بشپړ همت ترسره کړې او زیاتوي چې
نظامي او مسلکي زده کړو ته زیات لېوال دي او زیاتوي چې هیچاته به د دې اجازه نه ورنه کړي چې د هېواد د خلکو او خاورې په خلاف کړنې ترسره کړي. د یادونې ده چې د زده کړو دغه لړۍ به دوام پیدا کړي او د افغانستان ا.ا ټول مجاهدین به په مسلکي او نظامي زده کړو سمبال کړي څو د هېواد له خاورې او ولسونو څخه په سم ډول دفاع او ساتنه وکړي.