نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د مجاهدینو د پرله پسې جهادي هڅو په دوام پرون شپه د پکتیکا ولایت خوشامند مفتوحه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزدوري اردو غټه قرارګاه او ۱ پوسته هم د دښمن لخوا د مجاهدینو د بریدونو له وېري تخلیه او پکې میشت ګوډاګیان ټول وتښتېدل. په دې سره د یادې ولسوالۍ اړوند ټول کلي د […]
د مجاهدینو د پرله پسې جهادي هڅو په دوام پرون شپه د پکتیکا ولایت خوشامند مفتوحه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزدوري اردو غټه قرارګاه او ۱ پوسته هم د دښمن لخوا د مجاهدینو د بریدونو له وېري تخلیه او پکې میشت ګوډاګیان ټول وتښتېدل. په دې سره د یادې ولسوالۍ اړوند ټول کلي د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغلي.
د یو بل راپور له مخې د یاد ولایت مرکز اړوند مسواس سیمه کې هم د مزدور دښمن په پوسته د مجاهدینو لخوا برید شوی، چې له کبله یې پوسته فتحه شوې، په نښته کې ۶ مزدور پولیس وژل شوي، ۳ کارملي ټوپک، ۲ کلاشنکوفونه، ۱ میل پیکا، ۱ نارنجک، او یو شمېر مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په یاده سیمه کې او د سرحوضې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزدور دښمن په کومکي قواوو هم د زړورو مجاهدینو لخوا کمین بریدونه شوې، چې پر مهال یې ۲ ټانک ۱ رینجر تخریب شوی، او ګوډاګیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه رنګه له سیمې الاماره د ورکړل شوي راپور له مخې د سرحوضې کلي ته څيرمه د دیوانه اکا په نوم پوسته هم د مجاهدینو د بریدونو له وېري تښتېدلې، او شرځاله یې له دې کبله ورانه کړل شوې تر څو دښمن د بیا ځل لپاره ترې د سنګر استفاده ونکړای شي.
2021/7/1
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.