نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فتحو او بریاو په دوام پرون شپه د پکتیکا ولایت سرحوضې ولسوالۍ اړوند سلطانخیلو سیمه کې د کابل رژیم پولیس له ۲ پوستو څخه تښتېدلي او پوستې له ګڼو وسائلو او تجهیزاتو سره د مجاهدینو لاسته لوېدلې دي. همداراز د یاد ولایت یحی خیلو ولسوالۍ اړوندبادامو سیمه کې د مزدورو اربکیانو پوسته د مجاهدینو […]
د فتحو او بریاو په دوام پرون شپه د پکتیکا ولایت سرحوضې ولسوالۍ اړوند سلطانخیلو سیمه کې د کابل رژیم پولیس له ۲ پوستو څخه تښتېدلي او پوستې له ګڼو وسائلو او تجهیزاتو سره د مجاهدینو لاسته لوېدلې دي.
همداراز د یاد ولایت یحی خیلو ولسوالۍ اړوندبادامو سیمه کې د مزدورو اربکیانو پوسته د مجاهدینو د بریدونو په نتېجه کې تخلیه شوې او پکې میشت ګوډاګیان له سیمې تښتېدلي دي. دغه رنګه د میترګي، ملاباغ، شنه کلا اوکرب دین سیمې هم تصفیه شوې او په اکمالاتي قوه برید کې ۲ ټانکونه تخریب، ۱ عسکر قتل، ۴ ژوبل، ۱ موټر سیکل د مجاهدینو لاسته ورغلی دی.
له بلې خوا د برمل ولسوالۍ اړوند ټنډي مرغه سیمه کې د مزدوري اردو عسکرو ۱ قرارګاه او ۲ پوستې د مجاهدینو د پرله پسې بریدونو او محاصرې په نتېجه کې تخلیه کړي او تښتېدلي دي.
او مرکز ښرنه کې بیا د چیني سیمه کې د پوستې ۱۱ عسکر له ۱ رینجر، ۷ میله وسلې، ۱ پیکا، ۲ راکټ، ۳ کارملي ټوپک او ګڼ شمېر مهماتو سره مجاهدینو ته راغلي او پوسته یې په مکمل ډول تخلیه کړې ده.
2021/7/6
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.