پکتیکا کې څلور تنه د انسان وژنې په تور نیول شوي.

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ کې د افغانستان ا.ا پکتیکا ولایت امنیه قومانداني مجاهدینو څلور تنه د انسان وژنې په تور نیولي. د پکتیکاولایت د امنیت آمر مولوي فتح الله رسنیو ته په خبرو کې وویل، چې د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ د سپېدار په سیمه کې یې هغه څلور تنه نېولي، چې وخت ناوخته […]

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ کې د افغانستان ا.ا پکتیکا ولایت امنیه قومانداني مجاهدینو څلور تنه د انسان وژنې په تور نیولي.
د پکتیکاولایت د امنیت آمر مولوي فتح الله رسنیو ته په خبرو کې وویل، چې د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ د سپېدار په سیمه کې یې هغه څلور تنه نېولي، چې وخت ناوخته به یې په یاده سیمه کې د مجاهدینو په نوم خلک لوټل او غلاوې به یې کولې.
فتح الله زیاته کړه، چې نیول شویو غلو تېره ورځ په یاده سیمه کې د غلا پر مهال یو تن وژلی او یو بل یې ټپي کړی او د جيب ټول توکي یې ورنه غلا کړي دي.
نوموړي وویل نېول شويو کسانو چې په خپل جرم یې اعتراف کړی د قانون منګلو ته یې سپاري او د شریعت په چوکاټ کې به ورسره کړنې تر سره شي.
هغه دغه راز زیاته کړه، دوی د لا ښه امنیت په موخه د دې ولایت په ټولو هغو سیمو کې امنیتي سرتيري ځای پر ځای کوي، چې وخت ناوخته پکې غلاوې او نورې ناوړه کړنې ترسره کيږي.

بل لور ته بیا نېول شوي کسان هم خپل جرم مني، چې دوی به د طالبانو له نوم څخه استفاده کوله او په دې نوم به یې خلک لوټل چې تېره ورځ یې هم د سروبي ولسوالۍ د سپېدار په سیمه کې د غلا پر مهال یو تن وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.
۱۴۴۳/۳/۲۹