پکتیکا کې د زیړوک ولسوالۍ مرکز، ملحقات یې، ۲ قرارګاوې، ۶ پوستې او پراخه سیمه فتحه شوه

د الفتح جهادي عملیاتو په لړ کې په تېرو ۲ ورځو کې د پکتیکا ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ګڼې سیمې، پوستې، قرارګاوې او د دښمن شرځالي د مجاهدینو لاسته ولوېدلې. په دې بهیر کې پرون سهار د زیړوک ولسوالۍ مرکز او ټول ملحقات یې د دښمن لخوا تخلیه، ګڼ شمېر عسکر له جګړې په […]

د الفتح جهادي عملیاتو په لړ کې په تېرو ۲ ورځو کې د پکتیکا ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ګڼې سیمې، پوستې، قرارګاوې او د دښمن شرځالي د مجاهدینو لاسته ولوېدلې.

په دې بهیر کې پرون سهار د زیړوک ولسوالۍ مرکز او ټول ملحقات یې د دښمن لخوا تخلیه، ګڼ شمېر عسکر له جګړې په لاس اخیستلو سره مجاهدینو ته تسلیم شوي، او یاده ولسوالي په یو مخیز ډول د مجاهدینو لاسته ولوېده.

د راپور له مخې پرون شپه د یادې ولسوالۍ اړوند سري میدان سیمه کې د مزدوري اردو غټه قرارګاه او پوسته هم چې ۱۲ ورځي د مجاهدینو تر محاصرې لاندې وه د دښمن لخوا تخلیه شوې او د پکې میشت ګوډاګیان د شپې له تیارې په استفاده په فرعي لارو تښتېدلي دي. دغه قرارګاه کې ۱ زيکويک،۱ هاوان، ۹ ميله پیکا،۲ امريکايي سنوفر، ۳ راکټ، ۲ ميله سل ډزي، ۲ کارملي ټوپک، ۱۲ ميله کلاشينکوفونه او ۲ موټره ډول ډول مهمات نیول شوي دي.

د یو بل راپور له مخې نن غرمه د یاد ولایت جانخیلو ولسوالۍ اړوند هستي سیمه کې د مزدوري اردو غټه قرارګاه او پوسته چې د مجاهدینو تر محاصرې او بریدونو لاندې وه فتحه شوې، ۱ ټانک، ۱ غټ باروړونکی موټر او په لویه پیمانه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

همداراز پرون ماسپښین د وازیخوا ولسوالۍ کې د مجاهدینو د جهادي زیار په نتېجه کې د برج، شینکووال، ملایانو کلا او خیراباد په نومونو ۴ کلي د دښمن له وجود څخه تصفیه شوي او ۱ اربکی یې له کلاشنکوف او مخابرې سره ژوندی نیولی دی. دغه رنګه د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د مزدورو پولیسو په کومکي قوه برید کې ټانک تخریب شوی، خو دښمن ته د اوښتي زیان معلومات نه دی ترلاسه شوی. د ولسوالۍ مرکز د مجاهدینو تر محاصرې لاندې دی.

د یوبل خبرله مخې د سرحوزې ولسوالۍ اړوند سلطانو سیمه کې هم د مجاهدینو د بریدونو په نتېجه کې مزدور دښمن له ۲ پوستو څخه تښتېدلی چې په دې سره د ولسوالۍ په مرکز د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه شوې ده.

راپور زیاتوي چې برمل ولسوالۍ کې د ټنډي مرغې قرارګاه او پوستې هم د مجاهدینو تر محاصرې لاندې دي، چې پرون شپه له ۲ پوستو څخه د ګوډاګیانو په تښتېدو په دښمن د محاصرې کړۍ لا ډېره تنګه شوې ده.

له بلې خوا د خیرکوټ ولسوالۍ اړوند کوډلو سیمه کې شریرو اربکیانو د مجاهدینو د بریدونو له وېري پوسته تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي.

پاته دي نه وي چې د پورتنیو فتحو پر مهال له دښمن سره په نښتو کې د دښمن تر ۱۵ پوري ټانکونه تخریب شوي، یو شمېر مزدور عسکر مړه او ژوبل شوي او په لویه پیمانه وسلې، مهمات او جنګي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

همداراز مجاهدینو په ولسوالیو، مراکزو او پوستو کې د دښمن له ټولو عسکرو، پولیسو، اربکیانو او نورو غوښتي، چې له جګړې دي لاس واخلي، د دې پر ځای چې ووژل شي د ښه ژوند لپاره یې د اسلامي امارت د عمومي عفوي دروازه په مخ خلاصه ده.

‏04‏/07‏/2021