پکتیکا کې تر څلورو زرو زیاتو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د پکتیکا ولایت ګیانې، زېړوک، نکې، اومنې او برمل ولسوالیو کې له ۴۰۴۰ اړمنو او بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. د پکتیکا ولایت ګیانې، زېړوک، نکې، او اومنې ولسوالیو کې تېره ورځ د USAID له لوري د خوړو نړیوال سازمان په چوکاټ کې له ۲۰۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو سره […]

د پکتیکا ولایت ګیانې، زېړوک، نکې، اومنې او برمل ولسوالیو کې له ۴۰۴۰ اړمنو او بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتیکا ولایت ګیانې، زېړوک، نکې، او اومنې ولسوالیو کې تېره ورځ د USAID له لوري د خوړو نړیوال سازمان په چوکاټ کې له ۲۰۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو سره د یوې یوې بوجۍ وړو مرسته وشوه او د دې ولایت برمل ولسوالي کې بیا د وطن موسسې له لوري له ۲۰۴۰ اړمنو کورنیو سره د یوې یوې بوجۍ وړو مرسته وشوه.
د یادو موسسو استازو د مرستې د وېش پرمهال وویل: چې دوی دغه مرستې د ولایتي ادارې په ګډه همغږۍ په بشپړ شفافیت سره په بې وزلو او اړمنو کورنیو وېش کړې او نور هم هڅه کوي چې د دې ولایت له بې وزلو او اړمنو کورنیو لاسنوی وکړي او هر اړخېزې مرستې ورسره ترسره کړي.
د دوی په وینا چې د دغو مرستو د وېش لړۍ به د هېواد بېلابېلو سیمو ته وغځوي څو د بې وزلو او اړمنو کورنیو څه نا څه لاسنوی شوي وي.
۱۴۴۳/۳/۱۵
۲۰۲۱/۱۰/۲۱
۱۴۰۰/۷/۲۹